د ځوان کهول ټولنې بنسټليک

 

لومړی څپرکی

 

عمومي حکمونه

لومړۍ ماده : دغه اساسنامه د اسلام مبارک دين له احکامو، د هېواد اساسي قانون د پنځه دېرشمې مادې او د جمعيتونو د قانون سره سمه جوړه شوې ده.
دوهمه ماده : د دې جمعيت نوم (ځوان کهول ټولنه )ده چې په دغه اساسنامه کې په خلاصه ډول ټولنه نومول شوې ده، بل څوک حق نلري چې کټ مټ په همدې نوم بله ټولنه جوړه کړي.
درېيمه ماده : د اوس لپاره د ټولنې مرکزي دفتر په کندهار ولايت مرکز کندهار ښار کې د کفتان مدد خان څلور لاري په احمدشاهي پلازا کې دی، او غواړو خپلي نورې څانګې په ولسواليو او ولايتونو کې هم پرانيځو او همدارنګه که د مهاجرو افغانانو مدني هڅو ته اړتيا پېداکېده، نو په بهر کې به هم هلته د افغان مهاجرو لخوا د افغان مهاجرو لپاره د افغانستان سفارت په مشوره څانګې پرانېځو.
څلورمه ماده: دا ټولنه غيري سياسي، غيري انتفاعي، غيري دولتي او حقوقي شخصيت درلودونکې خپلواکه ټولنه ده.
پنځمه ماده : د ټولنې فعاليتونه د سمينارونو، د ملي او نړيوالو فرهنګي او ادبي کنفرانسونو، غونډو، د تکړښتي (سپورتي) لوبو، ښوونيزو کورسونو د تر سره کولو او په ټولنيزو شبکو کې د ملي کمپاينونو له لارې پر مخ بېول کېږي.Apply Online

 

دوهم څپرکی

موخې او فعاليتونه

شپږمه ماده : د دې ټولنې موخې په لاندې ډول دي.

(۱)د اسلام مبارک دين، د افغانستان اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو څخه پېروي کول.

(۲) د افغانستان اساسي قانون د ۱۶مې مادې له مخې هرې ژبې ته د نفوس سره سم د حق غوښتلو لپاره هلې ځلې کول.

(۳) د ټولو افغاني ملي او سمييزو دودونو ساتنه کول او د کلتوري برخې د پياوړتيا لپاره يې هلې ځلې کول.

(۴) د جنګ، ټکر او نورو بېړنيو يا طبيعي پېښو په وخت کې د روغتونونو د وينو بانکونو ته د ويني برابرولو کمپاين کول؛ تر څو هېوادوالو ته ډېر ژر وينه برابره شي او د مرګ څخه وژغول شي.

(۵) د زده کوونکو او زدکړيالانو د هڅولو په موخه ښوونيزې او تعليمي سيالۍ رامنځته کول او په بهرنيو هېوادونو کې د لوړو زدکړو او تعليمي بورسونو د پيداکولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت په همغږي هڅې کول.

(۶) د ملي توليدي اقتصاد څخه ملاتړ کول، د هوا، خاورې او اوبو د ښې ساتنې، سپمونې او غوره ګټه اخيستنې لارې چارې خلکو ته ورښودل او د عملي کولو لپاره يې عامه پوهاوی رامنځته کول، او همدارنګه د هر ډول چاپېريالي ککړتيا د له منځه وړلو هڅې کول.

(۷) د قومي، ژبنيزو، نژاديزو، مذهبي او نورو ډولونونو تعصب له منځه وړلو لپاره هڅې کول.

(۸) په بهرنيو هېوادونو کې د څانګو پرانيستلو وروسته د مېشتو افغان ماشومانو او ځوانانو لپاره په مورنيو ژبو د زدکړو د زمينې برابرولو لپاره هڅې کول او همدارنګه د افغانستان د فرهنګي استازو پاملرنه را ګرځول.

(۹) د بې وزلو سره د مرستې او لاس نيونې، عاطفې او يو بل ته د درناوي روحيه پيداکول.

(۱۰) د همېشنۍ سولې د راتګ او ساتلو په موخه قوي مدني هڅي کول.

(۱۱) د غړو له قانوني حقونو څخه په کلکه ملاتړ کول او د ټولنيز عدالت تامينولو لپاره هڅي کول.

(۱۲) ځوانان زدکړو ته هڅول او د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره هڅې کول.

(۱۳) د ښځو، سړيو او ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوی او عامه پوهاوی رامنځته کولو هڅي کول.

درېيم څپرکی
تشكيلاتي جوړښت
اوومه ماده :
ددې ټولنې تشكيلاتي جوړښت په لاندې ډول دی.
۱: ګډه جرګه
۲: مديره هيئت.
۳: مالي مديريت
۴: څانګې.
۵: کمېټې.
اتمه ماده : : ګډه جرګه
ګډه جرګه چې تر ټولو لوی مقام دی د ټولنې د مديره هيئت، څانګو او عادي غړو څخه جوړه شوې ده، د اړتيا په صورت کې غونډه کوي د حاضرينو دوه ثلثه رايو باندې پرېکړي کېدای شي او لاندې واکونه لري.
1. د سرغړونې په صورت کې د ټولنې رييس بدلول او ټاکل.
2. د نورو ټولنو سره د يووالي اعلان او د ټولنې انحلال.
3. په اساسنامه کي تعديل راوستل چې بايد ۱۵ ورځې مخکې انسجام رياست ته دغونډې د پرانستلو خبر وركړل شي.
ټولنه د اساسنامې د موادو څخه د سرغړونې په صورت کې د صلاحيت لرونکي محکمې د حکم پر بنسټ منحل کېدای شي.
نهمه ماده: مديره هيئت
مديره هيئت هم صلاحيت لرونکی اجرآيوي او همېشنی فعال ارګان دی چې د رييس، مرستيال او منشي څخه جوړ شوی او خپلې غونډې د مهالوېش او يا هم د اړتيا سره سمي دايروي او لاندې واکونه لري.
1. د ټولنې د تشکيل او يو کلنې بودجې منظورول.
2. د څانګو د استازو، منشيانو، مرستيالانو او د کمېټې د غړو ټاکل او د دندې څخه ګوښه کول.
3. د کمېټو او څانګو د کړنو راپور اورېدل، آرزول، تاييدول او ياهم ردول.
4. د مديره هيئت او کمېټو د کاري پلان تصويبول.
5. د اړتيا په صورت کې د ځانګړي ګډې جرګې د غونډې غوښتنه کول.
6. د څانګو د استازو ټاکل او ليرې کول.
7. د نورو څانګو تاسيسول.
لسمه ماده: مالي مديريت
دا د له مالي مدير او غړو څخه جوړ مديريت دی لاندېنۍ دندې تر سره کوي.
1. د ټولنې د ټولو مالي چارو سمبالښت.
2. د غړيتوب حق العضويت راټولول.
3. د ټولو غړو نوملړ چمتو کول، او د ټولنې د ټولو غونډو د مالي چارو سمون.
يوولسمه ماده : څانګې
د نورو ولايتونو او يا هم د هېواد څخه د بهر څانګو له استازو، مرستيالانو او منشيانو څخه عبارت دي چې خپلې مشورې، غوښتنې او وړانديزونه د مديره هيئت سره شريکوي او خپلې چارې به د اساسنامې او لايحو سر سمي پرمخ وړي د هرې څانګې استازي کولای شي چې په اړونده څانګه کې د عمومي کمېټو په څېر په دويمه درجه کمېټۍ جوړې کړي.
دوولسمه ماده:
ټولنه د لاندې کمېټو دلودونکې ده
۱ مالي اواداري کمېټه
۲ ادبي او فرهنګي کمېټه
۳ تعليمي کمېټه
۴ د ښځو چارو کمېټه
۵ ټولنيزه کمېټه
۶ تکړښتي (ورزشي) کمېټه
۷ نشراتي کمېټه
ديار لسمه ماده:
ټولنه که چيري د جمعيتونو د قانون د اتلسمې مادې د درېمي فقرې مطابق د خپلو کړنو او د مالي چارو راپور د هر مالي کال د ختم نه وروسته په يوه مياشت کې د عدليې وزارت د انسجام رياست ته ونه سپاري له جدولو نه هذف او جواز يې باطل شمېرل کېږي.

څلورم څپرکی
د ټولنې د عضويت ، حقوق ، وجايب او د ايستلو شرطونه
څوار لسمه ماده :
د ګډون او غړيتوب شرطونه
۱-هر نارينه او ښځينه چې غړيتوب اخلي بايد د (۱۸) کلنۍ قانوني عمر يې پوره کړی وي.
۲-د هېواد د واکمنې محکمې لخوا په کوم جرم محکوم شوي نه وي.
۳-د ټولني اساسنامه او قوانين ومني.
پنځلسمه ماده: د ټولنې د غړو حقونه
1. د دې ټولنې هر غړی سالم انتقادونه کولای شي، د کار د سمون لپاره غونډوته مثبتې نظريې او وړانديزونه وړاندې کولای شي.
2. د ټولنې د شتمنۍ او وسايلو څخه د رييس او مرستيال په اجازه قانوني ګټه اخيستلی شي.
3. د کاري فرصتونو په وخت کې د ټولنې پر غړو غږ کول او لومړيتوب ورکول.
4. د ټولني ټولو مقاماتو ته ځان کانديدولی شي او هم رايه ورکولی شي.
5. ټولنه پخپله خوښه پرېښودلی شي.
شپاړسمه ماده : مکلفيتونه او وجايب
د ټولنې د غړو مکلفيتونه او وجايب په لاندې ډول دي:
1. د مديره هيئت او د اساسنامې له موخو څخه پېروي کول.
2. په منظمه توګه د غړيتوب حق العضويت ورکول.
3. په ټاکلي وخت د ټولنې په غونډو کې ګډون کول او د غونډو د پرېکړو پلي کول.
اوولسمه ماده: ايستلو شرايط
د ټولنې څخه د ايستلو شرايط په لاندي ډول دي.
1. د ټولنې له اساسنامې څخه سرغړونه کول.
2. د ټولنې د غړو ترمنځ نفاق رامنځته کول.
3. د پنځو مياشتو پرلپسې حق العضويت نه ورکول
4. د افغانستان د جزا کود او اسلامي شريعت خلاف عمل کول.
5. د ټولني د نوم څخه بده استفاده کول.
اتلسمه ماده:
هغه غړي چې (۱۷) مادې د حکمونو خلاف وي په لومړي سر کي توصيه، دوهم اخطار او درېيم د مديره هيئت له لاري خارجېږي.

پنځم څپرکی
مالي منابع او د هغو د نظارت طريقه
نولسمه ماده: د تمويل سرچينې په لاندې ډول دي.
۱-حق الشمول (۱۰۰) افغانۍ صرف يو ځل.
۲-حق العضويت د هغو غړو څخه چې دندي ولري د مياشتي (۱۰۰) افغانۍ او هغه غړي چي بې دندي، معيوب يا تقاعد وي، د مياشتي (۲۰) افغانۍ ور څخه اخيستل کېږي، او کوم غړي چې غواړي تر ټاکلې اندازې ډېر حق العضويت جمع کړي، پخپله سخا کې آزاد دي.
۳- د ټولنې د خرڅلاو د عوايدو او د ټولنو د قانون د شپاړسمي مادې پر اساس له لاندي سرچينو څخه تمويلېدای شي: (۱) د کورني، او بهرنيو اشخاصو مرستي او هداياوي، (۲) ټولنه کولای شي په اړونده اساسنامه کې درج شوو موخو ته د رسېدو لپاره د عدليې وزارت په خبرتيا له بهرنيو ټولنو او مؤسسو څخه مالي او تخنيکي مرستي ترلاسه کړي. (۳) د ټولني د تمويل سرچينې او مالي موارد ښکاره دي او شتمني يې يوازي د موخو د پلي کولو لپاره لګول کېږي.
شلمه ماده: د نظارت طريقه
د ټولنې شتمني د مديره هيئت په واسطه څارل کېږي، او ټولنه بايد چې د يادي شتمنۍ ساتلو په پار د هېواد په يوه بانک کې حساب ولري.

شپږم څپرکی

وروستي حکمونه

يو ويشتمه ماده:

ټولنه به ځانګړې، غږيزه، برېښنايي يا چاپي رسنۍ د اړتيا او امکاناتو درلودلو په صورت کې ولري.

دوه ويشتمه ماده:

د ټولنې د منحلېدو په صورت کې د ټولنې شتمني د جمعيتونو د قانون د نولسمې مادې پر اساس تصفيه کېږي.

درويشتمه ماده:

د غړو، مديره هيئت او مالي مسؤلينو نومونه په جلاجلا جدولونو کې مخکې له مخکې ترتيب شوي او انسجام رياست ته استول شوي دي.

څلور ويشتمه ماده:

ټولنه ځانګړی نښان لري چې نښان او د نښان لنډه تشريح د همدې اساسنامې سره مل ده.

پنځه ويشتمه ماده:

دغه اساسنامه په شپږو (۶) څپرکيو او دېرشو(۲۵) مادو کې ترتيب شوې ده او د ټولنې د مؤسسينو لخوا منظور او تاييد ده.

په ډېر درنښت

زموږ د پښتو ژبې څېړوونکي

NIGEL RAWLINSON

اسلام الدین راشد

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Quisque vitae massa et augue pharetra facilisis. Ut ac lacinia dolor.

MADDISON WADE

کامران منګل

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Quisque vitae massa et augue pharetra facilisis. Ut ac lacinia dolor.

ADAM MAYOR

عمر صدیقي

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Quisque vitae massa et augue pharetra facilisis. Ut ac lacinia dolor.

وروستۍ خپرې شوې لیکنې