موږ ته ستاسو هر راز څرګندونې اړینې دي

خپل هر اړخیزه نیوکې، وړاندېزونه او لارښونې راواستوئ.

زموږ پر لیکه سمبالګران ډېر ژر تاسوته ځواب درکوي.

په تولنیزو رسنیو کې هم موږ ته

څرګنونې را استولی شئ!



زموږ موخې مو د خپل موخو سره پرتله کړئ!

 

د دې ټولنې موخې په لاندې ډول دي.
(۱)د اسلام مبارک دين، د افغانستان اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو څخه پېروي کول.
(۲) د افغانستان اساسي قانون د ۱۶مې مادې له مخې هرې ژبې ته د نفوس سره سم د حق غوښتلو لپاره هلې ځلې کول.
(۳) د ټولو افغاني ملي او سمييزو دودونو ساتنه کول او د کلتوري برخې د پياوړتيا لپاره يې هلې ځلې کول.
(۴) د جنګ، ټکر او نورو بېړنيو يا طبيعي پېښو په وخت کې د روغتونونو د وينو بانکونو ته د ويني برابرولو کمپاين کول؛ تر څو هېوادوالو ته ډېر ژر وينه برابره شي او د مرګ څخه وژغول شي.
(۵) د زده کوونکو او زدکړيالانو د هڅولو په موخه ښوونيزې او تعليمي سيالۍ رامنځته کول او په بهرنيو هېوادونو کې د لوړو زدکړو او تعليمي بورسونو د پيداکولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت په همغږي هڅې کول.
(۶) د ملي توليدي اقتصاد څخه ملاتړ کول، د هوا، خاورې او اوبو د ښې ساتنې، سپمونې او غوره ګټه اخيستنې لارې چارې خلکو ته ورښودل او د عملي کولو لپاره يې عامه پوهاوی رامنځته کول، او همدارنګه د هر ډول چاپېريالي ککړتيا د له منځه وړلو هڅې کول.
(۷) د قومي، ژبنيزو، نژاديزو، مذهبي او نورو ډولونونو تعصب له منځه وړلو لپاره هڅې کول.
(۸) په بهرنيو هېوادونو کې د څانګو پرانيستلو وروسته د مېشتو افغان ماشومانو او ځوانانو لپاره په مورنيو ژبو د زدکړو د زمينې برابرولو لپاره هڅې کول او همدارنګه د افغانستان د فرهنګي استازو پاملرنه را ګرځول.
(۹) د بې وزلو سره د مرستې او لاس نيونې، عاطفې او يو بل ته د درناوي روحيه پيداکول.
(۱۰) د همېشنۍ سولې د راتګ او ساتلو په موخه قوي مدني هڅي کول.
(۱۱) د غړو له قانوني حقونو څخه په کلکه ملاتړ کول او د ټولنيز عدالت تامينولو لپاره هڅي کول.
(۱۲) ځوانان زدکړو ته هڅول او د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره هڅې کول.
(۱۳) د ښځو، سړيو او ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوی او عامه پوهاوی رامنځته کولو هڅي کول.

NIGEL RAWLINSON • SENIOR PARTNER

که غواړئ چې د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړئ لاندې لښتلیک ډک کړئ!.