Internet – انټرنېټ
دغه نوم یو تړښتي (ترکیبي) نوم دی چې له دوو خپلواکو ګړونو (مورفیمونو) جوړ دی چې یو انټر دی او بل یې نېټ. انټر په لرغونې لاتینۍ ژبه کې “په منځ کې ” مانا لري او نېټ د المانۍ ژبې له نېڅ اخیستل شوی دی چې جال ته وایي. له دغه تړښته یې د منځني جال مفهوم ورکول کېږي، خو دا چې دلته انټر د انټرنېنشل لنډون دی، نو ټوله بشپړه مانا یې د نړۍ جال راځي. په بله وینا، انټرنېټ د نړیوال جال مانا ورکوي. په اتڼرنېنشل (نړیوال) کې دا نېنشل ویی ببا له نېشن او اَل تاړي رغېدلی. نېشن هم د فرانسوۍ ژبې، چې د لاتینۍ ژبې لور ده، د ناسیون اوښتې بڼه ده چې خلکو یا ولس ته وایي. په ټوله کې، د انټرنېشنل مانا “د ولسونو تر منځ” مانا ورکوي.

Computer – کمپیوټر
کمپیوټر هم له لایتنۍ ژبې سره تړاو لري او له یو خپلواک ګړ کمپیوټ (compute) او یو ناخپلواک ګړ اَر (er) جوړ دی. کمپیوټ یو کړ (فعل) دی او د لاتینۍ ژبې کومپوتارې (computare) راغلی دی.
دغه کړ په لاتینۍ کې بیا یو تړښتي کړ دی چې له ‘کوم’ او ‘پوتارې’ رغېدلی. ‘کوم’ یوځای ته وایي او ‘پوتارې’ برابرول چې په ګډه د “یو ځای کول، شمېرل یا ګڼلو مانا ورکوي. په اوسنۍ انګرېزۍ کې هم کمپیوټ (د کمپوتارې اوښتې بڼه) د شمېرلو یا ګڼلو مانا ورکوي.
ار (er) بلخوا یو وروستاړی دی چې له کړونو کړند (فاعلي) نومونه رغوي لکه د پښتو وال، ګر، وونکی او داسې نور. له دغې ګړپوهنیزې (موروفولوژیکي) شننې دا جوتېږي چې کمپیوټر د شمېرونکي یا شمېرګر مانا ورکوي.

Video – ویډیو & Audio – اوډیو
ویډیو او اوډیو وییونه کټمټ له لاتینۍ راغلي دي. ویدیو ( پښتو بڼه یې ویډیو) له ویدېرې (videre) راغلی دی چې لیدلو ته وایي او اودیو (پښتو بڼه یې اوډیو) له اودیرې (audire) راغلی دی چې اورېدلو وایي.
ویډیو د “وینم” مانا ورکوي او اوډیو د “اورم” مانا ورکوي.
په لاتینۍ کې دا o غږ په دواړو کړونو کې (video/audio) یو فعلي تاړی دی چې “زه” ته اشاره کوي لکه په پښتو کې چې “م” تل د کړ په سټه پسې تړو. (د هندو-اروپایي ژبو د لرغونتوب نخښې نن هم په پښتو کې شته. که تاسو وګورئ “وید” په ویدیو کې او “اود” په اودیو کې له پښتو سره څومره نژدوالی لري. په پښتو کې هم وینم او اورم په یو شان غږونو پیلېږي. ☺ )

Science – ساینس
ساینس ویی (کلیمه) له دوو ګړونو جوړ دی چې یو یې سي (sci) او بل انس (ence) دی.
سي د لاتینۍ ژبې له سڅيرې (scire) راغلی دی چې پوهېدو ته وایي او انس د فرانسوۍ ژبې وروستاړی دی چې د لاتینۍ وروستاړي اېنڅیا (entia) اوښتې جوله ده. د دغو دوو ګړونو تړښت په ګډه د پوهې یا پوهنې مانا ورکوي.

philosophy – فلسفه
فیلوسوفي (عربي شکل یې فلسفه) هم یو تړښتي نوم دی چې له دوو خپلواکو ګړونو فیلو (فیلیه) او سوفي جوړ دی. دغه ویی له یونانۍ ژبې سره تړاو لري. فیلیه په یونانۍ کې “مینه” ته وایي او سوفي سول /شهاکتوب /کلتاغتوب ( عربي حکمت) مانا ورکوي. دغه جوړښت په ګډه د “له شهاکتوب/حکمت) سره مینه” مانا ورکوي.

یادونه: د دې لیکنې موخه دا نه ده چې موږ دغو نومونو ته د پښتو نومونه پیدا کړو، ځکه چې دا نړیوال نومونه دي او د نړۍ په اکثرو ژبو کې منل شوي دي.

لیکوال: کامران منګل