که تاسو دتاریخ او جغرافیی کتابونه ولولئ نو دافغانستان او پښتونخوا په ډیرو سیمو او دکلو(کلیو) په نومونو کې د ګرام کلمه شته ، په تیره بیا دافغانستان په ختیزو ولایتونو کونړاو نورستان او دپښتونخوا په دیر، سوات او صوابۍ کې دا نومونه ډیر دي دبیلګې په توګه : باګرام ،ا وډیګرام ، شګرام . کولي ګرام ، اشتر ګرام ، بټګرام ، ، نوګرام ، ډوګرام ، کوټیګرام ، اخګرام ، تازه ګرام ، رضا ګرام .
دافغانستان مشهور مورخ لوی استاد ارواښاد علامه عبدالحی حبیبي داکلمه ویدي کلمه بولي او وایی چې دا کلمه په سنسکریت کې هم مشهوره ده.
دهندي – سنسکریت قاموس کې دګرام کلمه دکلي په معنا راغلې ده او ګرامه پنچایت Grama panchayat په سنسکریت کې دکلي ملک ته ویل کیږي . همداراز ګرامه واسي Grama – vasi په سنسکریت او هندي کې دکلي اوسیدونکي یا کلیوال ته وایی.
دغه دګرام د کلمې څرک دپښتو دکلاسیکو شاعرانو په شعرونو کې هم لیدلای شو لکه رحمان بابا چې وایی:
دا جهان دمساپرو یو رباط دی
تله دي تله دي له دې ګرامه راشه راشه!
په پښتو لنډیو ( ټپو ) کې هم دګرام دکلمې یادونه شوې ده لکه چې وایي :
دبیلتانه سندرې اورم
جانان دګرامه سهار کډې باروینه