ليکوال | عصمت الله شینواری

د ژبې له زدکوونکو، ښوونکو او څانګوالو مې دا هیله ده چې لومړی غږ، توری او لیکدود وپېژني، بیا پر دې مسلو ګړار وکړي. زموږ زیاتره ملګري د دغو شیانو توپیر نشي کولی، نو په دې لنډه لیکنه کې دا خبرې راسپړل شوي دي.

غږ:
د ژبې له ټولو څخه کوچنی توک دی چې د انسان د غږیزو غړو په وسیله ویل (ادا) کېږي او له دې څخه نور نه شنل او نه وېشل کېږي، په خپلواکه توګه مانا نه لري، خو په ګړونو، ویونو، غونډونو، جملو او خبرو کې د یوه غږ پر ځای د بل کارول مانیز توپیر پېښوي او همدلته غږ مانیز ارزښت Phonological Value پیدا کوي.
– په ژبپوهنه کې غږ دوه ډوله څېړل کېږي:
لومړی: غږ یا Phone چې دلته غږ د جوړښت یا وتونځي (زېږځي)، اورېدنګ او د غږ د څپې له پلوه شنل او سپړل کېدی شي.
دویم: پونیم (Phoneme) چې دلته بیا خبره د غږ مانیز ارزښت یا پونولوجیکل وېلو پلو درومي او غږ د مانا له پلوه څېړل کېږي.
توری:
انسانانو ته چې کله ژبه د پاموړ شوه، نو یې همدغسې ژبه/خبرې وشنله/وشنلې. او هر غږ ته یې توری وټاکلو. په لومړي سر کې دا توري د انځورونو په شان ول (لکه اوسنۍ چیني ماندرین ژبې)، په دې مانا چې که پر پاڼې به یې دوه مرغان لیکل، نو د دوو مرغانو انځورونو ته ورته کرښې به یې کښلې. وروسته بشر د خپل ټولنیز ژوند د پرمختګ او بشپړتیا پر لور ګامونه واخیستل او غږونو لپاره یې دغسې توري جوړ کړل چې نن موږ لیکل پرې کوو.
نو توری یا Grapheme د یوه غږ لیکلې بڼې ته وایي. دغه بڼې په لیکدودونو کې توپیر کوي. د لیکدود په اړوند خبرو کې دې خبرې ته بیا وروسته ایشاره کوم.
لیکدود:
لیکدود د تورو هغه ټولکه ده چې د ژبې یا څو ژبو غږونه پکې انځور او په وسیله یې ولیکل شي. ژبې خو بېخي ډېرې دي، خو لیکدودونه لږ او کله کله د ژبو یوه ډله په یوه لیکدود کښل کېږي. لکه پښتو، پاړسي – دري، بلوڅي، کوردي، پخوانۍ تورکي، اردو، د افغانستان ازبکي او ځینې نورې اریایي ژبې په سامي – عربي او بیا په عربي – پاړسي لیکدود کښل کېږي. او همدا ډول روسي، تاجکي، ازبکي – ترکمني او نورې د مرکزي اسیا اریایي ژبې په سریلیک لیکدود کښل کېږي.
خو دلته یوه خبره چې مخکې مې غوټه پرېښوده، راسپړم. هغه دا چې شونې ده، څو ژبې څو یا زیات ګډ غږونه ولري، خو یو ډول یې ونه لیکي یا په بله وینا د هغو ګډو غږونو لپاره ګډ توري ونه لري، نو دغلته د لیکدود خبره رابرسېره کېږي، یانې وایو چې د دغو ژبو لیکدودونه بېل دي چې غږونه یې سره ګډ، خو توري یې بل ډول دي. لکه د پښتو [r] غږ چې له بېشمېره ژبو سره ګډ دی، خو دا چې د ژبو لیکدودونه توپیر کوي، نو ځکه همدا غږ یو ډول نه لیکل کېږي. په عربي – پاړسي لیکدود کې دې غږ ته د <ر> توری ټاکل شوی; په سریلیک لیکدود کې دې غږ ته د <р> توری ټاکل شوی; په رومي او لاتیني لیکدودونو کې د <r> توری او په نړیوالې فونیټیکي الفبې کې هم د <r> توری ورته ټاکل شوی دی.
کله کله بیا داسې کېږي چې د دوو یا څو ژبو لیکدود سره ګډ وي، خو په غږونو کې ډېر توپیرونه سره لري، لکه پښتو عربي ژبې چې له عربۍ ژبې د پښتو بېواک غږونه ډېر او سخت وتونځي (مخرجونه) لري، دلته بیا د یادې ژبې ویونکي په هغه لیکدود کې د خپلې ژبې د غږونو سره په همغږۍ سمونونه او رغونې کوي او لیکدود د خپلې ژبې په ګټه رغوي (درېغه چې پښتنو دا لیکدود ښه او د خپلې ژبې له غږونو سره برابر رغولی وی).
او کله چې په یوه لیکدود کې داسې توری نه وي چې د موخې ژبې غږ انځور کړي، نو بیا د همدې لیکدود د نورو تورو په مرسته ورته توری جوړېږي.

نو غږ یو شی دی، توری بل. زه چې کله کله یو څه ولیکم، نو ځینې پرته له دې چې غږ، توری یا لیکدود وپېژني، راسره راواخلي او راسره وړي او راوړي یې.

2020/اپرېل/11
شینوارو لویه ولسوالي، حاجي اعتبار کلی، خپله ژرنده