غوربند د بهرنيو هېوادونو د کلتوري یرغل لاندې.

غوربند د بهرنيو هېوادونو د کلتوري یرغل لاندې.ليکنه امين خاجر هاشمي. د وږی(سنبلې)۱۱مه ورځ. بسم الله الرحمن الرحیم! ټولو ته جوته ده چې غوربند مېشتي له یوه پلوه د کورني اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او له بلې خوا د مرکز چاريکارو جګړه مارانو له خوا زورېږي. غوربند...

د اللّٰه (ج) له نعمتونوڅخه یوازینی نعمت زما ژبه ده.

د اللّٰه (ج) له نعمتونوڅخه یوازینی نعمت زما ژبه ده.   ليکنه: امين اللّٰه خاجر (هاشمي) ۱۳۹۷/۹/۴ محترمو لوستونکو السلام عليکم ورحمة اللّٰه وبرکاته!!! اللّٰه (ج) د الضحی سوره ،۱۱آیت کې زما محبوب پیغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته نازل شوي آیت کې داسې...

ژبنيزه واکمنۍ د ړنګيدو په حالت کې.

ژبنيزه واکمنۍ د ړنګيدو په حالت کې. ليکنه:امین اللّٰه خاجر هاشمي. هره ژبه خپل ويونکو ته خوږه ده! افغانستان داسې يوه جغرافيه کې پروت هېواد دی چې، پکې ژبنيز سیاست مهم رول لوبولی دی - د بېلګې په توګه يوه اړخ ته پاړسي او بلې خواته نوې جوړه شوې اردو ژبه. پاړسي ژبې ته...

ځوان کهول ملي ټولنه

 

دپښتو ژبې او ملي ارزښتونو لپاره غوره سرچینه

ځوان کهول اونیزه

 

د ټولنې اړوند او دپښتو ژبې پورې اړوند  سکالو  خپروي

ځوان کهول راډیو

 

د ټولنې اړوند او دپښتو ژبې پورې اړوند خپرونې 24 ساعته په ټوله نړۍ کې د انټرنټ پر مټ.

شپږمه ماده : د دې ټولنې  موخې  په لاندې ډول دي.

 (۱)د اسلام مبارک دين، د افغانستان اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو څخه پېروي کول.

 (۲) د افغانستان اساسي قانون د ۱۶مې مادې له مخې هرې ژبې ته د نفوس سره سم د حق غوښتلو لپاره هلې ځلې کول.

 (۳)  د ټولو افغاني ملي او سمييزو دودونو ساتنه کول او د کلتوري برخې د پياوړتيا لپاره يې هلې ځلې کول.

 (۴) د جنګ، ټکر او نورو بېړنيو يا طبيعي پېښو په وخت کې د روغتونونو د وينو بانکونو ته د ويني برابرولو کمپاين کول؛ تر څو هېوادوالو ته ډېر ژر وينه برابره شي او د مرګ څخه وژغول شي.

 (۵)  د زده کوونکو او زدکړيالانو د هڅولو په موخه ښوونيزې او تعليمي سيالۍ رامنځته کول او په بهرنيو هېوادونو کې د لوړو زدکړو او تعليمي بورسونو د پيداکولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت په همغږي هڅې کول.

 (۶)   د ملي توليدي اقتصاد څخه ملاتړ کول،  د هوا،  خاورې او اوبو د ښې ساتنې، سپمونې او غوره ګټه اخيستنې لارې چارې خلکو ته ورښودل او د عملي کولو لپاره يې عامه پوهاوی رامنځته کول، او همدارنګه د هر ډول چاپېريالي ککړتيا د له منځه وړلو هڅې کول.

 (۷)  د قومي، ژبنيزو، نژاديزو، مذهبي او نورو  ډولونونو تعصب  له منځه وړلو لپاره هڅې کول.

 (۸)  په بهرنيو هېوادونو کې د څانګو پرانيستلو وروسته د مېشتو افغان ماشومانو او ځوانانو لپاره په مورنيو ژبو د زدکړو  د زمينې برابرولو لپاره هڅې کول او همدارنګه  د افغانستان د فرهنګي استازو پاملرنه را ګرځول.

 (۹)  د بې وزلو سره د مرستې او لاس نيونې، عاطفې او يو بل ته د درناوي روحيه پيداکول.

 (۱۰)  د همېشنۍ سولې د راتګ او ساتلو په موخه قوي مدني هڅي کول.

 (۱۱)  د  غړو له قانوني حقونو څخه په کلکه ملاتړ کول او د ټولنيز عدالت تامينولو لپاره هڅي کول.

 (۱۲)  ځوانان زدکړو ته هڅول او د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره  هڅې کول.

 (۱۳)  د ښځو، سړيو او ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوی او عامه پوهاوی رامنځته کولو هڅي کول.

ستر فیلسوف امیر حمزه شینواری

 

امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩٠٧ ز کال، مړينه د ۱۹۹۴ ز کال فبروري) (په انگرېزي: Amir Hamza Shinwari) يو پښتون شاعر، اديب، د ډرامو ليکوال، فلم جوړونکی، د راډيو وياند او ليکوال وو. هغه د تصوف د لارې لاروی وو او په دې ډگر کې يې هم کتابونه خپاره شوي دي. په شعر او ادب کې د ځانگړي سبک له کبله د پښتو د غزل پلار بلل کېږي.

غازي امان الله خان

غازي امان الله خان (زېږېدنه: ١ د جون، ١٨٩٢ – مړينه: ٢٥ د اپرېل، ١٩٦٠) له ١٩١٩ زېږيز کال نه تر ١٩٢٩ زېږيز کال پورې د افغانستان پاچا وو. امان الله خان د افغانستان هغه پاچا دى ، چې په ١٩١٩ زېږيز كال يې د خپل ملت په ملاتړ انگرېزان له هېواد څخه وشړل او يو خپلواك او سرلوړى حكومت يې جوړ كړ او په همدې توگه د افغانستان د خپلواکۍ گټيالی بلل کېږي.