ليکنه: عصمت الله شینواری

نېشنلېزم (Nationalism) انګرېزي کلیمه ده، چې له نېشن (Nation) سره د دوو وروستاړو په نښلېدو منځته راغلې ده. نېشن (Nation) په انګرېزۍ کې ملت ته وايي؛ نو ځکه پښتانه نېشنلېزم ته ملتپالنه او هندیان یې قامپرستي بولي. نېشنلېزم (Nationalism) ته د ژبې د اسانتیا په موخه ناسیونالېزم هم ویل کېږي. اوس نو ملتپالنه یا نېشنلېزم (Nationalism) داسې تعريفولی شو:
“ملتپالنه یوه سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه نظریه (Ideology) ده، چې ملت پکې د دولت او حکومت جوړولو اساس او بنیاد وي او هر څه د یاد شوي ملت د ګټي لپاره ترسره کېږي.”
د ملتپالنې درې مهم ټکي (دين، ژبه او کلتور) دي. کله چې د یوه ملت او ټاکلې سيمې وګړي، د یوه دين، یوې ژبې او یوه کلتور لرونکي وي؛ نو د ملتپاله دولتونو د رامنځته کولو لپاره په اسانه بریالي کېدی او ښه دولتونه جوړولی شي. ملتپالنه یا نېشنلېزم (Nationalism) له هېوادپالنې یا (Patriotism) سره نېغه اړیکه لري او په داسې هېوادونو کې، چې یوه ملت پکې د نورو کوچنیو لږکیو په نسبت ډېر وي، هر ملتپال يې هېوادپال وي. ملتپالنه د بشر له مالوم تاریخه پیل او تر ننه یې د یوې ماډرن او عصري نظريې په توګه بشر استعمالوي؛ خو د ملتپانې یا نېشنلېزم (Nationalism) نوم یې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ورکړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې اروپایانو ته خپلوان ملتونه ور یاد شول او هر بل ملت یې چې د خپلوۍ اړیکې ورسره درلودې، له ځان سره یوځای کول. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته المانیان کلک ملتپال شول او د نازي ګوند ملتپالنې شهرت وموند. نازیان دومره کلک ملتپاله (Nationalists) وو، چې د خپل ملت لپاره یې د یهودو قتل عام پيل کړ. کله چې دویمه نړیواله جګړه د المان په ماتې پای ته ورسېده؛ نو ملتپالنه له اروپا نورو لویو وچو ته خپره شوه او هغه ملتونه چې د نورو قوي ملتونو او قدرتونو له خوا پرې ظلمونه کېدل، د ملتپالنې بیرغونه یې لوړ کړل. د دویمې نړیوالې جګړې پای ته رسېدو په وخت کې په برېتانوي هند کې شورشونه پیل شوي وو او د ډېورنډ د هاغې غاړې پښتانه د دې بغاوتونو لویه برخه وه او له دې ځایه پښتون نېشنلېزم (Pashtun Nationalism) سر پورته کړ.
مخکې له دې چې د ډېورنډ د هاغې غاړې پښتنو پر نېشنلېزم وغږېږم، لکه څنګه چې مې د نېشنلېزم (Nationalism) یو لنډ شالید وړاندې کړ، بده به نه وي چې د پښتنو پر پخوانۍ ملتپالنې هم رڼا واچوم. د پښتنو ملتپالنه، تر کومه چې د پښتو ژبې لیکلی لاسته راغلی سند (د امیر کروړ شعر) موږ په لاس کې لرو؛ نو ویلی شو، چې امیر کروړ یوازې ځان نه بلکې په خپل شعر کې یې خپل ملت ستایلی دی؛ خو بیا هم داسې کوم مالوم څه مو نه لرل، چې د ملتپالنې ګوته ورته ونیسو. دا جریانونه همداسې تر پير روښانه رارسېږي. بایزید انصاري (پیر روښان) هغه لومړنی پښتون ملتپال دی، چې د یوه مظلوم ملت اواز یې د ظالم مغل په مقابل کې پورته کړ. پښتونخوا یې په لسمه او یوولسمه هجرې پېړیو کې د مغلو لپاره تنور کړې وه. له پير روښان وروسته بل ستر پښتون ملتپال خوشال خان خټک و، چې د مغلي اورنګزېب سره یې ډېرې نښتې وکړې او د پښتون ملت د راويښولو لپاره یې د تورې او قلم مبارزه وکړه. له خوشال وروسته بل ملتپال میرویس نیکه و، چې پښتانه یې د صفوي حکومت د ظلم په مقابل کې سره یو کړل. په میرویس نیکه پسې د اوسني افغانستان بنسټ ایښودونکی احمدشاه بابا را ولاړ شو او د پښتنو یوه امپراتوري یې جوړه کړه او په پښتنو سربېره یې نور لږکي قامونه هم په افغانستان پورې وتړل.

د پښتنو د ملتپالنې پورتني شالید وروسته اوس راځم د پښتنو هغې ملتپالنې ته، چې په ښکاره یې ویل؛ موږ د پښتون ملت حق غواړو. دا هغه وخت دی، چې په برېتانوي هند کې د برېتانوي استعمار پر ضد بغاوتونه پیل شوي وو. مسلمانانو د مسلم لپاره حق غوښت او هندیانو د هندي ملت لپاره حق غوښت. هممهاله درې ستر انسانان؛ خان عبدالغفار خان (باچا خان) له پېښوره، شهید عبدالصمد خان اڅکزی (خان شهید) له کوټې او میرزا علي خان (فقیر اېپي) له وزیرستانه د پښتنو د حق غوښتنې په پار راپورته شول او پښتون ملتپال ګوند خدایي خدمتګار یې جوړ کړ. مسلم ليګ ګوند چې ځان یې د برېتانوي هند د مسلمانانو نماینده ښوده، غوښتل یې چې برېتانوي هند په دوو برخو ووېشل شي، یوه برخه دې هندیان او بله برخه به بېل هېواد (پاکستان) شي؛ خو د باچا خان ملتپال ګوند خدایي خدمتګار د دوی د دې خبرې خلاف وو او نه یې غوښتل چې هند تجزیه شي. په ۱۹۴۶ زېږدیز کال کې د هند کانګرس او مسلم ليګ ګوند دې پایلې ته ورسېدل چې برېتانوي هند دوې برخې کړي. د پښتون ملتپال ګوند خدایي خدمتګار مشران یې په دې پرېکړه کې هېڅ خبر نه کړل او د دې پرېکړې له خبرېدو وروسته باچا خان، خان شهید او میرزا علي خان ډېر خواشيني او خپه شول. دوی د برېتانوي هند له حکومته وغوښتل، چې دوی ته د جرګې او مشورې وخت ورکړي او خپله پرېکړه وکړي. همدا وه، چې د برېتانوي هند له وېشل کېدو اووه اوونۍ مخکې د بنو لویه جرګه (د پښتونستان قرارداد) د پښتون ملتپال ګوند خدايي خدمتګار له لورې جوړه شوه او د ډېورنډ هاغې غاړې پښتانه مشران یې راټول کړل، ترڅو له ملتپاله ګوندي مشرانو سره خپل نظر شریک کړي. د جرګې پایله داسې اعلان شوه، چې پښتانه د دې وېش مخالف دي او که وېش کېږي؛ نو پښتانه نه پاکستان سره يوځای کېدل غواړي او نه هم له هند سره، بلکې پښتنو ته دې خوښه ورکړل شي، چې خپل بېل هېواد [پښتونستان] جوړ کړي. کله چې برېتانوي هند حکومت، د هند کانګرس او مسلم ليګ خبر شول؛ نو د دوی غوښتنه یې ونه منله او برېتانوي هند حکومت دوی ته د پاکستان تر چتر لاندې ژوند تېرولو وویل. باچا خان د هند له کانګرسه ګیله وکړه او مهاتما ګاندي ته یې وویل، چې موږ (پښتانه) دې د لېوانو په خولو کې ورکړو. میرزا علي خان ډېر زړه ور ملتپال سړی و. کله چې د برېتانوي هند حکومت د پښتنو ملتپالو غوښتنه ونه منله، میرزا علي خان د پاکستان په رسمیت پېژندل رد کړل او د وزیرستان ګورويک ته ولاړ او هلته یې د برېتانوي هند حکومت په مقابل کې ګوريلايي جګړه توده کړه. په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې هند ووېشل شو او پاکستان وزېږېد. په همدې وخت کې میرزا علي خان د وزیرستان په رزمک کې ملي جرګه راوغوښته او د ازاد پښتونستان اعلان یې وکړ. جرګې میرزا علي خان د پښتونستان د ولسمشر په توګه اعلان کړ او د نوي راغلي پاکستان په خلاف يې ګوریلايي جګړه نوره هم تونده کړه. میرزا علي خان د ژوند تر اخره پاکستان سره وسله واله جګړه وکړه؛ نه هم پاکستان حکومت دی ونیوه او نه هم دی ورته تسلیم شو، څه موده پس د ساه بندۍ له امله ومړ. باچا خان او خان شهید بیا د قلم او سوله ییزو لاریونونو او غونډو له لارې دا مبارزه جاري وساتله. پاکستان حکومت د پښتون ملتپال ګوند مشران او غړي په بې صبرۍ او بې رحمۍ شهیدانول. د بابړې شهیدان یې ښه بېلګه ده. خان شهید او باچا خان د مبارزې په ترڅ کې په څو څو ځله د پاکستان حکومت له خوا بندیان شول. خان شهید په ۱۹۷۳ زېږدیز کال کې د پاکستان حکومت له خوا شهید شو. باچا خان د مبارزې له پایله تر مړینې پورې د عدم تشدد فلسفه پر مخ وړله او نه یې غوښتل چې وسله واله مبارزه وکړي. باچا خان په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې په پېښور کې وفات او لومړی هماغلته خاورو ته وسپارل شو او بیا وروسته یې ننګرهار ته راوړ او په جلال اباد کې یې خاورو ته وسپاره. د ده د جنازې د راوړلو په مراسمو کې هم غبرګې چاودنې وشوې، چې پنځلس کسه پښتانه ملتپاله پکې شهیدان شول او پښتنو ملتپالو یې پړه پر پاکستان ور واچوله. د ډېورنډ د هاغې غاړې ځینې پښتانه اوس هم د باچا خان د لارې پلویان دي او د عوامي نېشنل ګوند یې فعالیت لري؛ خو اوس د پاکستان حکومت تابع شوي او اوس هېڅکله هم دوی د پاکستان حکومت خلاف څه ویلی نه شي. حتی ځینې یې له خپل اصل (افغانیته) هم منکر دي. اوس هم که چېرته روغ او سم سړی په کې سر پورته کړي؛ نو پاکستان حکومت یې سر پورته کولو ته نه پرېږدي. مثالونه یې د شهید بشیر بلور کورنۍ، ډاکټر شمشېر علي او نور … دي.

په پایله کې ویلی شو، کله چې د برېتانوي هند حکومت په مقابل کې شورشونه پیل شول؛ نو ورسره جوخت د پښتنو ملتپالنه (Pashtun Nationalism) هم پیل شوه او پښتنو د خپل حق غوښتلو مبارزه پیل کړه او په دې لاره کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې، ډېر پښتانه ملتپاله شهيدان، زخمیان او ډېر یې په ځلونو ځلونو بندیان شول. باچا خان، خان شهید او میرزا علي خان هغه شخصیتونه دي، چې د پښتون ملتپالنې تاريخ پرې ویاړي او د درست پښتون ټبر د حق غوښتلو چغه یې تر هر ځای ورسوله. روحونه یې ښاد او یادونه یې تلپاتې اوسه.