ليکنه: عمر صديقي

پښتو ژبه يوازې د ټوکو او ټکالو ژبه نده  #بلکې_د_علم_او_پوهې_ادب_تخنيک_پرمختګ_ژبه_ده.!

#پښتو ژبه لکه د نړۍ نورو همځولو ژبو په څير په اوږد مهاله تاريخي يون کې ګرامري جوړښت يې ځانته خپل کړی..
په دې ژبه کې د پښتنو کلتوري، اقتصادي، سیاسي، ټولنیز، مذهبي کړه وړه، دودونه، خوی بوی، ناسته پاسته، جرګې او مرکې، ادبي هلې ځلې شعر و شاعري، لنډۍ یا ټپې، سروکي، کاکړۍ غاړې، انګۍ، څلوربېتې، متلونه، لنډې کیسې په نثري او شفاهي بڼه خوندي دي او لا هم خوندي کېږي.

د لربر پښتنو ساکاني، کوشاني او باختري مدنیتونو لرغوني آثار دا ښيي چې دغه وګړو پر لرغونې برېښمنې لارې له چینه تر هنده، له منځني ختیځه تر اروپا سوداګري کړې.

په بلخ، تختبۍ، سوات، پېښور، ژوب او ګڼو نورو سیمو کې په دومره پراخه پیمانه له شته بدهايي آثارو داسې ښکاري چې دوی یو له شتمنو (امیر ترینو) ملتونو څخه ول، هغه ځکه چې د بامیان بدهايي مجسمې او په لر وبر سیمو کې یې دغه ډول نورې هغه د بېوزله ولسونو د وس کار نه شي کېدلای.

موږ څه کوو؟

پښتنو او پښتو ژبې ته د خدمت هلې ځلې له پېړیو راهیسې راروانې دي خو که ورته ځیر شو په څومره اندازه چې دا مهال د لیکلو او لوستلو اسانتیاوې لرو، په هغومره کچه د پښتو د ودې او پرمختګ لپاره کار نه دی روان.
که تاریخ ته وګورو نو مخکینو نسلونو مو تر خپله وسه د هغه مهال شته علوم راته ژباړلي دي، ژبه يي را ته بډاییه کړېده.

په کار دا ده چې د پښتو فلمي ستوری، د ټي وي هنرمندان او د موسیقي لوی استادان او سندرغاړي دې د خپلو مسلکي زدکړو د خپلو تجربو په باب داسې کتابونه ولیکي چې د دغه مسلک راتلونکې کول ترې ګټه واخلي.

د پښتنو له هر مسلک سره تړلي خلک لکه ډاکټران، انجېنېران، فیزکسپوهان،کیمیادانان، باییالوجسټان، اقتصاد پوهان، ټولنپوهان، سیاستوالان، خبریالان، ځمکپوهان، سوداګران، کرهڼپوهان، ژبپوهان، مستریان، درزیان، لنډه دا چې که هر څوک د خپل مسلک یو کتاب هم پښتو ته واړوي نو په دې سره به پښتو د نړۍ له نورو ژبو سره د سیالۍ جوګه کېدو ته جوړه شي.

افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند فضا ته وخوت چې د درېيمې نړۍ او په تېره د افغانستان غوندې شاته پاته هېواد لپاره د سرلوړی ځای دی چې ستورمزلی يي له نږدې له هسکه د ځمکې او لمریز نظام څېړنه وکړه. په کار ده چې په لومړي سر کې دی خپلې آزموینې د خپل ملت راتلونکې کول ته په کتابي بڼه وسپاري.

ژبه هم لکه یو ژوندی انسان نوې جامې غواړي ، جوسه یې غټېږي نو له نوي ناپ سره به په یو ښه درزي جامې ورته ګنډې. د نویو نویو تجربو له تازه حاله به یې خبروې، او داسې به یې خبروې چې تر ډېره پرې پوه شو.

د پردیو ژبو نوي ټکي به رااخلو، دا پېژندګلو یوه تکړه ویاند او ژباړن ته ضرورت لري خو ژباړن باید د میلمنې ژبې په ټولو دودونو او کړو وړو خبر وي که نه نو زیات امکان دا دی چې کله كوربنه ژبه په میلمنه هغه پوه نه شي نو به هرومرو په تیاره کې پاته کېږي. د میلمنې ژبې د ميلمستيا له وجې به ټکي ورسره تکراروي او په مانا به يې نه پوهېږي. لکه اردو او فارسي ژبو د عربي ګڼ داسې ټکي راخپل کړي دي چې په عربي کې یې یوه مانا وي او دوی يې په بله مانا کاروي.

دا دواړه ژبې مو لکه ښۍ او کیڼۍ سترګې د ژبني وجود برخه ګرځېدلې دي او د دوی ناسمي کارونې یې بیا موږ هم کټ مټ تکراروو. لکه د بېلګې په توګه اغوا په اردو کې په مانا د برمته کېدواو تېښتولو ده خو په عربي کې يې مانا د یو چا جنسي اړیکو ته تېرباسل دي.

په پښتونخوا کې ولسمشر ته صدر ویل کېږي. دا د عربي ټکی دی چې مانا یې سینه، غولانځې او یا تندی دی نو د ولسمشر لپاره کارول یې ښه سمون نه ورسره خوروي.

په افغانستان کې بیا د ولسمشر لپاره جمهور رییس کارول کېږي چې د عربي د دوو ټکیو یو ګډوله ده. د جمهور مانا په لاتیني کې رپبلیک، یانې چې ټولواک له ولس سره وي او رییس مشر ته وايي. نو ښه به دا وي چې ولسمشر ورته وکارول شي.

زموږ ځينې ليکوالان د پښتو ژبې ليک او لوست کې د عربي او داسې نورو ژبو وييونه کارولي چې اوس يې د بېرته پاکولو لپاره ډېر وخت نيسي .

په افغانستان کې د عربي ټکی کثافت د چټلیاتو لپاره کارول کېږي او په پاکستان کې کثافت په فیزیکس مضمون کې د خنډ یا ټینګ لپاره کارول کېږي. لکه ګبین خنډ والی لري او په کار ده چې د پښتو خپل ټکی چې کره او سل په سله سم دی باید وکارول شي. او داسې نور.

ښه به دا وي که د يوې پردۍ ژبې یو ټکی پوروو باید له مفهوم او مانا سره یو ځای يې راواخلو. که نه نو په کلونو کلونو به له ناسم پوهاوي سره موږ ټول د یو ملت په توګه ورسره مخامخ یو.