کړستاینوم، څنګه چې یې له نوم معلومېږي، د کړ یا فعل هغه بڼه ده چې د یو ستاینوم په توګه یو نوم توصیفوي. ډېری کړستاینومونه په پښتو کې په ونکي/کوونکي یا لی وروستاړي پایېږي لکه وهلی او وهونکی.
کړستاینوم په دوو ډولونو وېشل کېږي چې یو یې چاروال کړستاینوم دی او بل یې بېچار.

چاروال کړستاینوم:
دا هغه کړستاینوم دی چې یوه چار یا کړنه ښیي او د یو کړند (فاعل) په توګه کارېږي. دا ډول کړستاینومونه اکثر په ونکي/کوونکي وروستاړي ختمېږي او کله نا کله دغه یاد تاړی نه لري او یوازې د یو “سربل+نوم” جوړښت په مرسته جوړېږي.

د کړ سټه + ونکی/ې/ي:
وهونکی، نیونکی، ځوروونکی، بخښونکی، خوړونکی، راتلونکی
بېلګه: دغه فلم په راتلونکي کې کال کې نندارې ته وړاندې کېږي. (راتلونکی = راتلل + ونکی => کړستاینوم دی)

ستاینوم + ونکی/ې/ي – کوونکی:
خواشینوونکی، خوشالوونکی، زړه وړونکی، سربدالوونکی، سرخوږوونکی، خفه کوونکی، ستړی کوونکی
بېلګه:
دا یوه خفه کوونکې صحنه ده. (خفه کوونکی => کړستاینوم چې له صحنې سره برابر شوی دی او صحنه ښځینه نوم دی)

په + نوم: په خندا، په ژړا، په ناسته، په ولاړه
(په دلته یو سربل دی چې په پورتنیو لیکو کې یې یادونه وشوه)
اړینه یادونه: دغه کړستاینوم هممهالې (همزمانې) کړنې ښیي.

ځانګړي یا بېقاعدې کړستاینومونه:
په پښتو کې ځینې داسې کړستیانومونه هم شته چې په ونکي/کوونکي تاړي نه پایېږي او زه ورته اوسمهال بې قاعدې اوسمهال کړستاینومونه وایم: ملاست، ناست، پروت، روان، ولاړ، ویده => دا هغه کړستاینومونه دي چې د یو څیز/چا د بدن وضع ښیي.
بېلګه:
هغه په کټ کې ویده کس څوک دی؟ (ویده دلته کړستاینوم دی)

د چاروال کړستاینوم دندې یا وظیفې:
په ټولیز ډول چاروال کړستاینوم دوې دندې لري چې یوه یې د اړیکغونډلو (د رابطې جملې) رالنډول دي.
اړیکغونډلې د “چې” اړیکوییکي (حرف روابط) په مرسته څرګندېږي.
بله دنده یې هممهالتیا ښوول دي. هممهالتیا په دې مانا چې دوې کړنې یا چارې هممهال یا په یو وخت روانې وي. دلته هم د لومړۍ دندې په شان جملې رالنډوي.

د اړیکغونډولو د رالنډونې بېلګې:
لومړی د اړیکي جملو یو څو بېلګې رااخلو او بیا یې د کړستاینوم په مرسته رالنډوو.
۱) هغه سړی، چې هلته ولاړ دی، زما پلار دی.
لنډه بڼه یې: هلته ولاړ سړی زما پلار دی.
۲) زه هغه سندرې نه اورم چې سړی خواشینی کوي.
لنډه بڼه یې: زه خواشینوونکې سندرې نه اورم.
۳) ته باید د هغو خلکو مخه ونیسې چې ستا په ژوند کې لاسوهنې کوي.
لنډه بڼه یې: ته باید په خپل ژوند کې د لاس وهونکو خلکو مخه ونیسې.

یادونه: کړستاینوم یوازې هغه اړیکغونډلې رالنډولای شي چې فعل پکې یوه چار ښیي او یو کړند یا فاعل ته اشاره کوي.

د هممهالتیا بېلګې:
۱) هغه په خندا له کوره راووتله. ( هغه خندل چې کله له کوره راوتله؛ خندل او له کوره راوتل هممهال روان وو)
۲) زرمینې په ملاسته ډوډۍ خوړله. (زرمینه ملاسته وه چې ډوډۍ یې خوړله؛ څملاستل او ډوډۍ خوړل هممهال یا په یو وخت وو)

یادونه:په ګړنۍ (ګفتاري) ژبه کې کړستاینوم ډېر کارېږي.

بېچار کړستاینوم:
څنګه چې چاروال کړستاینوم یوه چار یا کړنه ښیي، همداسې بېچار کړستاینوم د ترسره شوې کړنې نتیجه او اغېز ښیي. کړستاینوم په “لی” وروستاړي یا د مرستیال کړ (کمکي فعل) شول په مرسته څرګندېدای شي. یاد کړستیانوم یا د چا. کړستاینوم په څېر “چې-جملې” رالنډوي او یا په مستقیم ډول د یو صفت په توګه یو نوم توصیفوي.

(نوم +) کړ سټه + لی/ې/ي وروستاړي:
واورو پوښلی، له کاره وتلی، له پښو لوېدلی، جنګ ځپلی، کړېدلی، نړېدلی، ځورېدلی، خدای بخښلی، لاس نیولی

بېلګې:
* هغه په واورو پوښلی غر څه نومېږي؟ (یعنې هغه غر چې په واورو پوښل شوی دی)
* موږ باید له جنګځپلو خلکو سره مرسته وکړو. (یعنې هغه خلک چې جنګ ځپلي دي)
* خدای بخښلي استاد ارمان به دغه خبره ډېره کوله. (یعنې هغه استاد ارمان چې زموږ د خیرخواتوب له مخې خدای بخښلی دی)
* هغه په دردېدلي غږ کې ما ته د هغه شکایت وکړ. (دلته دردېدلی ب. ک. دی او “غږ” توصیفوي)
* احمد ستړی او له پښو لوېدلی له کاره راغی. (له پښو لوېدلی د ستړی غوندې احمد توصیفوي)
* پولیس باید دغه بدکاری لاسنیولی د قانون منګولو ته وسپاري. (لاسنیولی دلته بدکاری تصویفوي)

ستاینوم + شوی/ې/ي:
خراب شوی، ړنګ شوی، سور شوی
بېلګې:
* هغه خرابه شوې راډیو راکړه چې جوړه یې کړم. (خرابه شوې کړستاینوم دی چې له راډیو سره په جنس او شمېر کې برابر شوی)
* زه چې مې ړنګ شوي وطن ته ګورم، نو خوابدی کېږم. (ړنګ شوی کړستاینوم دی او وطن تشریحوي)
* هغه اېشول شوې هګۍ له دېګي راواخله. (اېشول شوې کړستاینوم دی)

لیکوال: کامران منګل