کامران منګل/

که څه هم خو په پښتو د تضاد او پرتلې اړیکوییکی (حرف روابط) دی، دا د ګړنۍ پښتو په بېلابېلو صورتونو کې کارېږي. دا لاندېني یې د استعمال ځایونه دي:

د تضاد او پرتلې لپاره:
اتل ښه هلک دی، خو ورور یې سرټمبه دی.
ته خو ځان ته ځان وايې خو تا احمد نه دی ليدلی.(پرتله)

د کمباورۍ او شک لپاره:
دا خو دې هسې وویل.
ما ته خو څه چل ښکاري.

د روږدتیا لپاره:
ته خو به هر ځل ناوخته راتللې.
ته خو په وړکتوب کې هم دروغجن وې.

د شرط لپاره:
زه درسره مرسته کوم، خو نور به رانه نه غواړې.
خو که چېرې د هند بورس ته بريالۍ شوې، نو بیا دا دنده پرېږده.

د شونتیا لپاره:
خو که دغه کار دې کړی وي، نو بیا اپرین شه او په تا شه!
خو که بارانونه وشول، نو للمې ځمکې به شنې شي.

د ډاډ ورکولو لپاره:
غم مه کوه، زه خو شته یم کنه!
ته لاړ شه، خو که څه خبره وه زه خو يم کنه!

د ناپوره کېدونکي ارمان لپاره:
کاش زه خو دې هلته وای.
درېغه ته خو دې ځوان وای.

یو چا ته د یو څه وریادولو لپاره:
دا خبره خو ما درته کړې وه، خو نه دې منله.
ما خو يو کتاب درکړی و.

د غوسې ښکاره کولو او نیوکې لپاره:
زما خو دې ماغزه راخراب کړل!
دا فصل خو مو ټول تبا کړ!

د لوړې اندازې یا اظهار لپاره:
زه خو داسې ستړی یم چې خبرې یې مه کوه.
زه خو دومره ليرې تللی وم چې پوښتنه یې مه کوه.

د هیلې او خواهش کولو لپاره:
یو ځل خو راته وخانده!
خیر دی، لږ خو راشه!

د ګیلې او ناهیلي او یا نیوکې لپاره:
یو ځل خو به دې خبر کړی وای!
زما خو له دې خلکو سره پوره(له وسه) نه ده

د لامل روښانولو لپاره:
ما خو ځکه درته ویل چې دا مه کوه.

د یو چا ستاینه /چا پسې بد ویل کول:
ته خو ته یې! (ستاینه)
هغه خو نر دی! (شتاینه)
احمد خو ډېر کمسدی سړی دی. (بد ورپسې ویل)

لیکوال: کامران منګل