په خوست کي د ځوان کهول ملي ټولني استازي عبدالعزيز توحيديار او نورو غړو آغلي ځلا ځاځۍ ته د نوي دندي مبارکي او د بشپړه ملاتړ ډاډ يې ورکړ.
او د ځوان کهول ملي ټولنې بنسټګر مشر ښاغلي نورايل کليوال ورته د ټليفون له لاري مبارکي او د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ځوان کهول ملي ټولنې د خوست څانګي غړو د آغلي ځلا ځاځۍ څخه غوښتنه وکړه چي د خوست اکثريت ته په کتلو سره په امنيه قومندانۍ کې دننه مکتوبونو پرمېټ پښتو ژبي ته بدلولو کي همکاري وکړي او همدارنګه په خوست کې د ښځو هغو ستونزو ته چي په تېرو حکومتونو کي ورته لاسرسی نه ؤ شوی، لاسرسی وکړي او قانون پر ټولو يو شان پلي کړي.
اغلې ځاځۍ ژمنه وکړه چې زه به په خپله اداره کې پښتو ژبه لیکم
او په راتلوونکي کې به د خوست د امنيه قومان سره په دې اړه لیدنه وکړم.
ځاځۍ یادونه کړه؛( کله چې زه دلته راتلم نو ما فکر وکړ چې دلته به د دري ژبې ترڅنګ پښتو هم لیکل کیږي، مګر دلته زما د فکر خلاف په پښتو ژبه هيڅ مکتوب نه ليکل کېږي دلته پښتانه اوسیږي خو پښتو نشته).

په پاي کې ښاغلي توحيديار د اغلې ځاځۍ د تشویق لپاره ورته د نازو انا، او ملالۍ میوندۍ او نورو وياړمنو پښتنو مېرمنو انځورونه ډالۍ کړل، او د آغلي ځلا ځاځۍ څخه يې هم په راتلونکي کي د يوې وياړمني او تاريخي مېرمني جوړېدو هيله وکړه.