د‌‌‌‌‌‌ ډیورند کرښه نور زغملی نشو
ځان دبل چاپورې تړلی نشو
پرون مې روس او انګرېزان شړلي
دا لا څوک وایي تا شړلی نشو
د ګندمک اوس قرار داد پوره ده
دا قرار داد نور ځنډولی نشو
د آمو سیند نه تر اټکه پورې
په چا وطن خپل خرڅولی نشو
مونږ د ابدال او غزنوي زامن یوو
دملت حق چاته بښلی نشو
افسوس چې خپل مېنځ کې په جنګ اخته يوو
تا بې له مرګه پرېښودلی نشو
ستا ټول تاریخ د تالي څټو نه ښکاري
مونږ افغانان تالي څټلی نشو
غلام زاده دبادارۍ په خیال یې
مونږ غلامي دچا کولای نشو
پښتونستان زمونږ دزړه ټوټه ده
دا تر قیامته هیرولی نشو…
مننه نجیب جبارخېل