یاد کړ په بېلابېلو حالتونو کې کارېږي:

۱) د شونتیا (امکان) څرګندولو لپاره:
بېلګه:
که چېرې باران وي، نو بیا ښا رته نه شو تللای.
که داسې وي، نو بیا سمه ده.
که چېرې هغه د رياضي استاد وي، نو د دې سوال حلول اسان کار دی.

۲) د یو شرط څرګندولو لپاره
بېلګه:
که احمد دغه کار کړی وي، نو اړیکې ورسره پرې کړه.

۳) د ګومان څرګندولو لپاره:
بېلګه:
دا ځمکه ډېره لنده ده. ښایي پرون شپه ډېر باران ورېدلی وي.
دا ور خلاص دی. هسې نه چې غله راغلي وي.

۴) د ټینګار څرګندولو لپاره:
بېلګه:
دا دې همدلته وي. مه یې لیرې کوه.
که غريب وي او که خان وي، خو بايد وستايل شي.
که هغه هلته هم وي، خو ته به مېلې ته راځې!

۵) د پېرزوینې او هیلې څرګندولو لپاره
بېلګه:
ژوندی دې وي افغانستان!
د ټولو دې دغه لویه خوشالي مبارک وي!
دا به د خوښۍ وړ خبر وي چې زموږ جرګه ومني. (هیله)
څنګه به نه وي خوشاله چې خدای هر څه ورکړي دي.

۶) د یو وړاندیځ څرګندولو لپاره:
بلېلګه:
دا به ښه وي چې ته پخپله ورشې او دا خبره ورسریه سپینه کړې.

۷) هغه کړنې چې په راتلونکي تر یو ټاکلي یا اټکل شوي وخت پورې بشېړې شي:
بېلګه:
ته چې رارسېږې، ما به دغه کار ختم کړی وي.

۸) طبعي حقایق لپاره:
بېلګه:
اوسپنې په غرونو کې وي.
دلته په اوړي کې ګرمي کمه وي.
دا لچۍ نه ده. د لچۍ پاڼې تر دې لویې وي.
مرګ حق دی، که څوک خوښ وي او که ناخوښ.

لیک: کامران منګل