ليکوال:کامران منګل

کره ژبه



۱) د ژبې هغه تنوع ده چې د ژبې کارونې لپاره هغه منلي ارونه (اصول) او نورمونه ټاکي چې په سیندونو (قاموسونو) او ګرامرونو کې تدوین شوي وي.
۲) هغه رسمي شوې تنوع ده چې ښوونیزو، دولتي او ساینسپوهنیزو چارو لپاره کارېږي
۳) هغه تنوع ده چې د ژبې سیمه ییز توپیرونه، یا په بله وینا ګړدودیز فرقونه، سره چاڼوي او بېلوي.
۴) هغه تنوع ده چې په يوه ټولنه کې د مروجې ژبې لوی حيثيت لري.

معیاريتوب له څلورو بهیرونو جوړ وي:
۱) د ژبې یوه شته تنوع (چې هغه یو ګړدود کېدای شي) د بنسټ په توګه امرل: امرل شوې تنوع یا امرل شوی ګړدود په ټولیز ډول هغه یو وي چې په ټولنه کې یې اجتماعي اغېز او حیثیت ډېر وي.
۲) تدوینونه (کاډیفیکېشن): په امرل شوې تنوع (یا هم ګړدود) کې دنني اوښتونونه یا توپیرونه راکمول؛ د ګرامر او وییپانګې (vocabulary) کارونې نوي نورمونه او نوی معیار ټاکل. دا چې یوه کره ژبه ډېری د لیکنۍ ژبې پورې اړه لري، نو د کره توب (معیاریتوب) یوه مهمه برخه دا ده چې د وییونو (لفظونو) یو کره لیکدود وټاکل شي.
۳) سپړنه: دا باید تامین شي چې دا نوې ژبه (معیاري ټاکل شوې ژبه) د ګڼو چارو او پراخو پوهنیزو ډګرونو لپاره وکارول شي. په دې کې ښایي د ژبپوهنیزو لګښتتوکو (رسورسز) ارتوالی هم راشي، د بېلګې په توګه، نومېرلې (مشخصه) ټرمینولوژي یا نوي ګرامري جوړښتونه.
۴) پلي (عملي) کونه: کره ژبه باید داسې وبابول (مروج) شي چې نوي متنونه او سرچینې پکې ولیکل شي؛ د نورو تنوعاتو یا ګړدودونو کارونه په رسمي ساحو کې رامحدوده شي او د ژبې کاروونکي باید دې ته وهڅول شي چې کره ژبه وپالي.

ژباړن: کامران منګل
سرچینه: Early Modern English Standardization.doc : WM Bad Goisern, 29.04.2019
page 5- 27