په پښتو کې د “دې ” کارونه:

دې په پښتو کې یو نومځری (ضمیر) دی چې ځینې یې کمزوری ځاني نومځری بولي او ځینې یې مرستیال ځاني نومځری بولي. د “دې” تر څنګ مې او یې هم مرستیال /کمزوري ځاني نومځري دي. “دې” نومځری په پښتو کې په اووو بېلاېبلو حالتونو کې کارېږي:

لومړی حالت: د “ته/تا” نومځري استازیتوب کوي
بېلګې :
دا کار دې ولې وکړ؟ (یانې “تا” دغه کار ولې وکړ؟)
دا به دې هسې ویلي وي. (یانې “تا” به دا هسې ویلي وي)

دویم حالت: د تولنومځري “ستا” استازیتوب کوي
بېلګې:
دا دې ورور دی؟ (یانې دا “ستا” ورور دی؟)
ورور دې رانغی. (یانې “ستا” ورور رانغی)

درېیم حالت: د یوې یادې خبرې/یاد څیز استازیتوب کوي
بېلګې:
په دې کې ګوتې مه وهه. ( یانې په یو یاد کار یا خبره)
په دې اړه ستا اند څه دی؟ (د یوې خبرې په اړه اند پوښتل)

څلورم حالت: د نغوتې یا اشارې نومځري “دغه” استازیتوب کوي
بېلګې:
په دې کور کې یوه بوډۍ اوسېږي. (یانې په دغه کور کې …)
د دې سیمې نوم څه دی؟ (یانې د دغې سیمې نوم..)

پنځم حالت: د ښځینه نومځري “هغې” په توګه راځي
بېلګې:
دې ما ته هېڅ نه دي ویلي. (یانې هغې ما ته هېڅ نه دي ویلي)
ما له نجیبې څه وپوښتل، خو دې ځواب رانکړ. (یانې هغې ځواب رانکړ)

شپږم حالت: د ټینګار لپاره
بېلګې:
هغه دې دلته نه راځي. (یانې باید لته رانشي)
دغه کار دې وشي. (یانې باید دغه کار وشي)

اووم حالت: دعایي، غوښتني یا د مبارکۍ په حالتونو کې
بېلګې:
اختر دې مبارک شه!
خدای دې تا ژوندی لري!

لیک: کامران منګل