ليکوال: امير نواز مصباح

افغانستان د نړۍ یو له تر ټولو ځوان او ګړندی وده کوونکی نفوس لري، د احصایو او معلوماتو ملي ادارې د اټکل له مخې, د افغانستان د وګړو په سلو که درې شپیته (۶۳٪) ځوانان دی، چه د هیواد یوه ستره برخه جوړوی او د هیواد لپاره یوه ستره پانګونه هم ده.
که چیرته دغی پانګی ته پاملرنه وشی او په سمه توګه مدیریت شی، نو د افغانستان د راتلونکی جوړولو کې به یو ډیر مهم رول ولوبوي.
ځوانان کولی شي په هره ممکنه لاره کې هیواد لپاره کار وکړي او د یوه سم لارښود له مخی نوښتونه رامنځته کړي او د ملي پرمختیا په برخه کی اړین کارونه وکړی.