مهالونه په ټوله کې په درېیو ډلو وېشل کېږي: اوس-، تېر- او راتلونکی مهال.
بشپړ اوس-، تېر- یا راتلونکی مهال یوځلتیا ښیي او نابشپړ یې بیاځلتیا یا تکرار ښیي.
یوځلتیا په دې مانا چې چې کړنې یا پېښې یو ځل شتون مومي او بیاځلتیا بلې خوا ته تکرار مومي. په نورو ټکو، کړنې یا پېښې بیا بیا منځته راځي.

اوسمهال:
کله چې زه کار وکړم، نو ستړی شم.
=> یوځلتیا څرګندوي – کله چې یو کار په یو ځانګړي صورت کې بشپړ کړم، نو ستړی شم

کله چې زه کار کوم، نو ستړی کېږم.
=> بیاځلتیا څرګندوي – هر ځل چې کار کوم، نو ستړی یم.

دغه ډاکټر ته ځه.
=> بیاځلتیا ښیي – هر کله چې ډاکټر ته ځم، نو دغه ډاکټر ته دې ورځم یانې سپارښتنه ده.

دغه ډاکټر ته لاړ شه.
=> یوځلتیا ښيي – هماغه مهال چې کله ډاکټر ته د تګ هوډ نیسم.

تېرمهال:
تا زما زنګ پورته نه کړ.
=> یوځلتیا ښيي – ما په یو ځانګړي مهال یو ځل زنګ وهلی دی، خو نه دی ځواب شوی.

تا زما زنګ نه پورته کاوه.
=> بیاځلتیا ښیي – ما په یو ځانګړي مهال څو ځله د زنګ وهلو کوښښ کړی، خو هر ځل نه دی ځواب شوی.

تا هغه مهال زما خبره ومنله.
=> یوځلتیا ښیي – ما په یو ځانګړي مهال یوه ځانګړې خبره وکړه چې ومنل شوه.

تا هغه مهال زما خبره منله.
=> بیاځلتیا ښیي – ما چې به هغه مهال کله کومه خبره هم ورته کوله، نو هر ځل به منل کېده.

راتلونکی:
زه به اړیکه ونیسم.
=> یوځلتیا ښیي – زه په یو ځانګړي مهال اړیکه ونیسم.

زه به اړیکه نیسم.
=> بیاځلتیا ښیي – زه به راتلونکي کې بیا بیا اړیکې نیسم.

هغه به بیا داسې ونه کړي.
=> یوځلتیا ښیي – په یو ځانګړي مهال یا ځای کې به داسې کار هغه ترسره نه کړي. (داسې مفهوم ترې اخیستل کېږي چې دغه کار یې تر اوسه یو ځل کړی دی)

هغه به بیا داسې نه کوي.
=> بیاځلتیا ښیي => هغه به نور په راتلونکي دغه کار نه تکراروي (داسې مفهوم ترې اخیستل کېږي چې دغه کار یې مخکې بیا بیا کاوه)

یادونه:
یوځلتیا یا بشپړ مهالونه په دې جوتېږي چې ډېری (اکثر) د کړ (فعل) سټه په ‘و’ ځایناستي (صرف) پیلېږي.

لیک: کامران منګل