د کرونا په اړه د پوهاوي په برخه کې د پښتو سره چلند تر هغه ډېر ناوړه دی چې فکر یې کېږي. تاسې به یواځې په خبري کنفرانسونو کې د پښتو نشتوالي‌ته متوجه شوي یاست خو د ټولې تبلیغاتي او عامه پوهاوي دستګاه منطق داسې دی چې تبلیغات په دري تولیدېږي او بیا به پښتو ته ژباړل کېږي. دا کیسه په متن، ګرافیک، ویډیو، فلم، اعلامیې او … چارو کې همداسې ده. احمقانه منطق دا دی چې هسې هم ټول په دري پوهېږي خو ددې لپاره چې بیا څوک و نه وايي چې ولې پښتو نشته؟ دا یې پښتو! یعنې هدف پیغام رسونه او عامه پوهاوی نه بلکې ګویا توازن برابرول دي. یعنې دلته دري محور او پښتو حاشیه ده.

۱ – تاسې په ټلوېزیون کې د کرونا په اړه ویډیو ګانو ته ښه ځیر شئ! دوه کسان د کرونا د وقایې په اړه په دري ژبه خبرې کوي. د ښاغلي وحید عمر ادارې ددې پر ځای چې په پښتو ژبه هم ورته ویډیو جوړه کړي؛ همدا ویډیوګانې یې پښتو ژبې ته دوبله کړې دي! دوبله هم دومره مزخرفه ده چې حد نه لري. آیا دوه پښتانه هنرمندان نه پیدا کېدل په پښتو ویډیو یې جوړه کړې وای؟ دا پوښتنه باید له هغه شرکت څخه هم وشي چې دا قرارداد یې اخیستی دی.
دا شرم یواځې د حکومت پورې هم اړه نه لري.
۲ – ورته کار د موبي ګروپ هم کړی دی. په لمر کې د کرونا په اړه د یو اعلان پښتو وېرژن که واورئ؛ له خندا به مړه شئ. البته که احساس ولرئ له شرمه به خولې درباندې راشي. دومره املايي او ګرامري خطاګانې لري چې حد پرې تمام دی.
۳- د مخابراتي شبکو پښتو خدماتو ته خو مو پام دی. مثلاً دا جمله به د ورځې کوم لس ځله اورئ چې « اېستاسو اریکه د اوس لېپورا … مهربوني وکرئ »

د ښاغلي وحید عمر په اداره کې او په ټوله کې په دولتي بیروکراسۍ کې د پښتو د کمرنګې ونډې مسئله سیاسي – فرهنګي اړخ لري. ځکه ژبه یواځې د افهام او تفهیم وسیله نه ده. په عین حال کې د فرهنګ د انتقال وسیله ده. که ستا ژبه نورو ته د فرهنګ د انتقال وړتیا و نه لري نو د شمېر له مخې که هر څومره دې نفوس ډېر وي؛ ارزښت نه لري. حاکم فرهنګ هغه دی چې ژبه یې پرعلم، سیاست، بیروکراسۍ، اقتصاد او هنر حاکمه وي. ځکه خو د افغانستان نږدې ټول حاکمان په خټه پښتانه او په فرهنګي لحاظ غیر پښتانه تېر شوي.

حتا په ۲۱مه پېړۍ کې زموږ قوانین، اساسنامې، د محاکمو فیصلې، دولتي مکتوبونه، معاهدې، پروتوکولونه، تقنیني فرمانونه، راپورونه، د ملي شورا اسناد او لسګونه نور شیان لومړی په دري لیکل کېږي او بیا وروسته یې ډېره لږه برخه بېخونده پښتو ته ژباړل کېږي. که باور نه لرئ د رسمي جریدې پښتو یو ځل ولولئ. جالبه دا ده چې دا کارونه په خټه پښتانه کوي.
البته ماته د پښتو د برترۍ مسئله هېڅ مهمه نه ده. دري او ازبیکي هم زما د فرهنګ یوه برخه ده. د ژبې په محور کې د برترۍ غوښتنه توکمپالنه او فاشیزم دی. زه مسئلې ته د بشري حقونو له زاویې ګورم. هر انسان حق لري چې اطلاعاتو ته په خپله مورنۍ ژبه لاسرسی ولري. دا که پښتو وي، که دري، که ازبیکي او که حتا بلوچي او پشه ايي وي.
پدې بحث کې نورې ډېرې کیسې هم شته خو بیا بل وخت!