نېټه! ۱۳۹۹/۱/۵

په ياده غونډه کې ټينګار وشو او د ځوانانو څخه وغوښتل شول چې هغه وړانديزونه او غوښتنې چې لري يې په ليکلي ډول د پوهنې رياست سره شريکې کړي.

په ناسته کې د ځوان کهول ملي ټولنې په استازيتوب ښاغلي فضلي احمد محسن اړين وړانديزونه او غوښتنې شريکې کړې او ويې ويل: په کندهار کې د ښوونکو تنخاګانې پر وخت نه راتلل، د نصاب کتابونو نه شتون، د رسمي استازو لږتوب، د کتابتونونو لږتوب، د ماشومانو لپاره اضافه د کيسو کتابونو او قرطاسیې نه شتون او داسې نورې ستونزې دي چې د کندهار زده کوونکي او ښوونکي ور سره لاس او ګریوان دي.

په پای کې نورو ځوانانو هم خپل نظرونه ګډ کړل او د پوهنې رياست مشرتابه يې ټولې غوښتنې او وړانديزونه د عملي کولو لپاره ياداښت  او ژمنه يې وکړه چې د پلازمېنې سره به دا غوښتنې په جدي توګه شريکوي.