د هېواد ادبي بهير څخه ځانګړې مننه کوو چي په کابل کي يې زموږ لپاره غونډه نيولې وه او موږ ته يې د قدر په سترګه وکتل.
لاندي کټ مټ د دوی له پاڼي څخه لمېسل (کاپي) سوی راپور دلته ږدو.
#ZwanKahol
#ځوان_کهول

د هېواد ادبي بهير د ٣٢ غونډې ريپوټ!
د هېواد ادبي بهير ٣٢ غونډه چې د ځوان کهول ملي ټولنې مشر او په کندهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مسول: نورايل کليوال په وياړ ځانګړې شوې وه، د ١٣٩٨ لمريز کال، د کب په ١٧ نېټه، د جعمې ورځ، سهار ٩ بجې، د الوخيلو په کلي، د هېواد ادبي بهير په خپل دفتر کې د صفي الله محسن په وياندويې ترسره شوه، قاري صېب هدايت الله همتيار د قران کريم د مبارکو ايتونو په تلاوت سره غونډې ته لا ښکلا ور وبخښله او عطا الله همت حمديه کلام ترنم کړ، چې ورپسې خيبر وفادار هېواد سره د ډيرې مينې او درناوي په خاطر ملي سرود واوروه. محمد ابراهيم څار د تيرې غونډې ريپوټ ولوست او نورايل کليوال د پښتو ژبې د لا معياري کولو او پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
هغه ياده کړه: پښتو ژبه بايد د نړۍ د نورو ژبو سره سیاله شي او داسې پرمختګ وکړي چې د نورو ژبو وګړي هم پرې د پوهېدو تر څنګ روانې خبرې وکړي. نورایل دا هم وویل: زمونږ هڅه دا ده چې پښتو ژبه په ټولنیزو رسنیو کې ځای په ځای شي او د دې تر څنګ د اعلاناتو ژبه هم وګرځي، تر هغې چې ژبه مارکیټي نه شي، نو وده او پرمختګ یې ناشونی دی. ښاغلي زیاته کړه: مونږ له ډېرو تجارتي کمپنیو او همدا راز له بډایو مشرانو سره غږیدلې یو او غوښتنه مو کړې چې خپل ډیری اعلانونه په پښتو ژبه وکړي، تر څو وکولی شو چې خپلې ژبې ته وده ورکړو او خلک وهڅوو چې زمونږ په ژبه وګړیږي.
نورایل کلیوال په ډېرو هغو خدمتونو هم رڼا واچوله چې د پښتو ژبې او پښتنو له پاره یې تر سره کړي دي. له هغه وروسته جاويد حبيب زوی حماسې شعر ولوست او فواد هوتک نعتيه کلام ترنم کړ.
د غونډې ورپسې برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، چې د عزت الله ځواب په دې بیتونو پیل شوه:

خدای ته مخ مونږه ته شاه فیصله وکړئ
چې دا زه څنګه کافر یار مسلمان دی
ستا ښکلا به نوره هم برکتي شي
ختم کړی مې پرون پسې قرآن دی
…………………….

ما خو د عشق د دنیا تاج ورته ډالۍ ورکوو
په دغه فکر چې یو پل رانه په شاه نه اخلي
لمبو د حسن دې جاوید حبیب زوی داسې سوی
لکه چې مړی په تخته پروت وي او ساه نه اخلي
جاوید حبیب زوی
…………………….
رقيبان ناست دي د مړې ګېډې چکچکې وهـي
مـا دا اته کـاله جـانـان په ځـمکه ځـمکه ولــي
حميدګل رسان
……………………
چې شخړې چېرته وینمه وسلې راته یادیږي
د جنګ د پیلامې د درد کیسې راته یادیږي
پېغور د بېوسۍ ته به تر کومې لاس په خوله یو
د ښار د دېوالونو افسانې راته یادیږي
سردارشاه احسانمند

د مشاعرې په پای کې د غونډې مېلمه: نورايل کليوال ته بلنه ورکړل شوه چې ياده غونډه وارزوي. هغه ياده کړه: له هر څه وړاندې د هېواد ادبي بهیر له ټولو ادیبانو، فرهنګیانو، ځوانانو او بهیروالو مننه کوم چې زه یې راوبللم او په داسې پرتمینه غونډه کې مې ګډون وکړ، چې په پښتو ژبه مین خلک راټول شوي، د خپلې ژبې د ودې او پرمختګ له پاره کوټلي ګامونه پورته کوي. په یاد ولرئ: پښتانه هغه خلک نه دي چې د چا احسان هېر کړي، تاریخ به ستاسو هڅې او دا ویاړلي خدمتونه ستایي. تاسو په دې لنډ وخت کې ټولو ته څرګنده کړه چې د هېواد، ولس او ژبې له پاره د خدمت په موخه راوتلي یاست. نورایل کلیوال ځوان شاعران او لیکوال وهڅول چې لا ښې پنځونې وکړي او د پښتو ادب لمنه په خپلو لیکنو او څېړو زرغونه کړي.
هغه بهیروالو ته ډاډ ورکړ: زه په ډاګه غږ کوم، که هېواد ادبي بهير همداسې مخته لاړ شې، یووالى او همغږي یې تر منځ پیاوړې وساتل شي، نو لرې به نه وي، چې له هېواده د باندې هم نوم او نښان پېدا کړي او داسې ځوانان به ټولنې ته وړاندې کړي چې د ادب تر څنګ به افغاني ټولنه هم پرې ښېرازه شي.
د غونډې په پای کې سردار شاه احسانمند له نورایل کلیوال، ملګرو یې، له ټولو راغلو مېلمنو، شاعرانو او اديبانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چې په خپل راتګ سره يې غونډه لا رنګینه او ښکلې کړه.
یاده غونډه غرمه ١٢:٣٠ بجې د قاري صېب هدايت الله همتيار په دوعا پای ته ورسېده.
مينه،مننه او درنښت
محمد ابراهیم څار
١٣٩٨\١١\٢١