د “وينو واټ” د قصيدې وروستۍ برخه

نه، نه، خوشې ټوکه نه ده، غني لږ ورته دمه شه

دا خوب‌وړي راويښېږي، دا پرېوتي را پا څېږي

گومان مه کړه چې خالي شوه، د ساقی مينا له ميو

لا د تاک په تاخانو کې، د انگور ښيښې ډکېږي

لا رباب سور شوی نه ‌دی، لا تش دوه دوره اوښتی

لا سا قی نوی راغلی، لا رندان نوي گرمېږي

لا د ځمکی تل کې ایشي، تللې وینې د ځلمیانو

لا د دوی د تودو خاورو، سره گلونه راغوړېږي

لا زموږ په ارادو کې، عشق د منډو غلی نه دی

شپه که هرڅه توفانی ده، څراغونه لا بلېږي

لا وطن خلک رابولي، د مېړانو معرکو ته

لا هغه ژڼي ژوندی دي، چې تر هوډه قربانېږي

لا خورېږي نیمو شپو کې، د توفان غاورې چیغې

لا د غرو له جمدرونو، سیلاوونه راکوزېږي

لا د وینو واټ پرانستی، لېونتوب دی لېونو ته

لا په پښو کې د مستانو، ځنځیرونه سره شلېږي

لا د ځمکی تناوونه، لاره باسي زلزلو ته

لا په باد او برېښنا کې، گردشونه رارسېږي

لا د رزم گرمۍ شته دي، زموږ په مټو کې د ننه

لا زموږ په پښتون زړه کې، د “ایمل” وینه چلېږي

لا په جنگ د تخت او بخت کې، زموږ لوبه ختمه نه ده

لا همت د شیرشاهۍ ته، همایون له آسه لوېږي

لا د لوړو وریځو شاته، عقابان وهي وزرې

لا په هسکو سردرو کې، افغانی زمري غورېږي

لا د خپلی خاورې مینه، موږ ته وایي چې راپاڅئ

لا خوب‌وړي د پېړیو، له خوبونو راویښېږي

لا زموږ په کلاگانو، پښتني حیا خوره ده

لا زموږ په دروازو کې، غیرتونه پالل کېږي

دا به بیا یوه غوغا شي، لکه څاڅکی په څپو کې

یو سرکښه یاغي سین شي، سمندر ته به رسېږي

دا به بیا سپېدې خورې کړي، د اطلسو پالنگونو

د بلورو په بېدیا به، رود د وینو راخوټېږي

دا به بیا په لمرلوېدو کې، د مرغانو سیل له ورایه

“لکه سور بیرغ د فتحې، په سرو وړانگو کې رپېږي”

دا به بیا زمزم ته رسي، د بېدیاوو جل‌وهلي

دا به بیا په جل‌وهلو، د رحمت باران ورېږي

دا به بیا په مخه دانگي، دا زموږ جنگي آسونه

دا به الوزي له کندو، دا به لوړو ته رسېږي

دا به اچوي له سویو، سرې سکروټې په تکل کې

دا به رسي تر هدفه، دا به خامخا برېږي

دا به بیا اباسین ایشي، ډوبوي به تورې کونې

تور پنجاب به وهل کېږي، له بنسټه به نړېږي

دا به بیا زموږه ژڼي، لاره باسی آزادۍ ته

چا چې زموږه سر غوڅ کړی، د هغه سر به غوڅېږي

دا به بیا لنډی مسیږي، تن به باسي له بستره

پښتانه به راپاڅېږي، پښتونخوا به آزادېږي

دا به بیا د “احمد” چیغې، رېږدوی د لاهور مراندې

دا به بیا په کراکړ کې، د “بېربل” ژامې ماتېږي

دا به بیا “سیدال” راباسي، دمرگ توره په غجرو

اخوندان به ترېنه تښتي، امامان به ترې پټېږي

دا د قم چړیان به پوه شي، چې افغان د ننگ په کارکې

خپل پور نه پرېږدي پردي ته، دا تقدیر دی نه بدلېږي.