نېټه: ۱۳۹۸/۱۲/۱۷

د ځوان کهول ملي ټولنې مشر نورايل کليوال د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزيرې حسينه ساپۍ سره وکتل او پر يو لړ اساسي موضوعاتو باندې یې بحث وکړ.

ښاغلي کليوال د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره لاندې اړين موضوعات شريک کړل:

۱ په رسمي کاليزه (جنتري) کې د پښتو ورځ، خان عبدالصمد خان اڅکزي تلين، خان غفار خان باچاخان اونۍ او تلين، خوشال خان خټک تلين، احمد شاه بابا تلين او نورې ملي ورځې  شاملې کړي او د لمانځلو لپاره يې بشپړه همکاري وکړي.

۲ په اطلاعاتو او خبرتياوو کې دې د هېواد ملي ژبو ته د انډول نه بلکې د تناسب پر اساس حق ورکړل شي.

۳ د دندې لپاره په انګرېزي ژبه د سي وي جوړولو دود بايد مات شي او په پښتو يا دري ژبه وليکل شي.

۵ د  دندي ويبپاڼه کې دې دندې په پښتو او دري دواړو ژبو خپرې شي، انګرېزي خپرېدو ته يې اړتيا نشته.

۶ په افغان فلم يا افغانۍ سېنما کې دی  پښتو ژبې ته حق ورکړي، او د افغاني کلتور او رواجونو سره سم دې داسې فلمونه او ډرامې جوړي شي چې مثبت اړخونه ولري.

۷ د هېوادنيو فلمونو او ډرامو د تقويې لپاره دې په هېواد کې دې د فلم کتلو ځای جوړ شي.

۸ په ټول هېواد کې دې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو لخوا د تاريخي عابداتو او لرغونو توکو نندارتونونه جوړ شي ترڅو خلکو ته پخوانی تاريخ څرګند شي او هم د نندارتون د کتلو ټيکيټ په پيسو باندې د ياد وزارت عايدات ډېر شي.

۹ په هېواد کې دې د پښتو او دري ژبو وروسته نورو ژبو ته هم د تناسب پر اساس حق ورکول شي او د هر قوم ماشومانو ته دې د هغوی په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه برابره شي.

۱۰ په ټوله هېواد کې دې د اطلاعاتو او کلتور رياستونه د ځوان کهول ملي ټولنې د ولايتي استازو او ملګرو سره همکاري وکړي ترڅو ملي ورځې، غونډې او نور ملي مسايل په ګډه ولمانځلی شي.

په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزيرې حسينه ساپۍ د ځوان کهول له ټولو هڅو مننه وکړه او د پورتنيو ټولو وړانديزونه هرکلی يې وکړ، او ويې ويل چې حتمن به په ټولو چارو کې همکاري کوو.