نېټه: ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ دونۍ، کابل

د ځوان کهول ملي ټولنې مشر نورايل کليوال، د ځوان کهول ملي ټولنې د کابل څانګې استازي شېرشاه آريوبزي او عبدالمنان الفت د سولې د روانو خبرو او ګډوډ حالاتو په پار د ښاغلي رحمت الله نبيل سره ليدنه وکړه!

ښاغلي نبيل وويل:چې د سولې د پروسې څخه نژدې خبر دئ او کړکېچن حالت يې خواشينی کړی دئ خو ناهيلی نه دئ او تر خپله وسه پورې به هڅه کوي چې طالبان، سياسيون او ولسمشر دېته ته چمتو کړي چې د بين لافغاني خبرو لپاره لاره خلاصه کړي.

همدا رنګه د ځوان کهول ملي ټولنې مشر نورايل کليوال وويل: چې د تېرو ۴۰ کالو راهيسې تر ټولو حساس وخت همدا دی، ځکه چې د يوې خوا جنجالي ټاکنې، د بلې خوا د امريکا او طالبانو توافق، د بلې خوا د سيمې هېوادونو خپلمنځي جنجالونه او همدارنګه په محکوم افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پياوړي کېدل او د خپلواکۍ چيغې پورته کول،هغه څه دي چې تېر ۴۰ کاله څه چې تېرو څلوروپېړيو کې مو هم داسې حساس وخت نه دئ تجربه کړی.
نو په دې اساس بايد ټول سياستوال او مشران تر خپلو شخصي ګټو تېر شي او د يوې با عزته سولې د راتګ لپاره د يو او بل سره مشورې او اتفاق وکړي.

په پای کې ښاغلي رحمت الله نبيل ژمنه وکړه چې دئ به خپل ټول معنوي او مادي امکانات په لاره اچوي ترڅو د يوه ارام، سوکاله او لوی افغانستان ارمان مو پوره شي.