فرهاد داوري ليکلي:

پرون ډونالډټرمپ هند ته سفر وکړ، کله چي له الوتکي څخه کښته کېږي، د هند لومړی وزیر مودي مخته ورځي، په هوايي ډګر کي فرهنګي مراسم ورته نيسي، ټرمپ ته د هند فرهنګي ښکلا ورښيئ، وروسته يې د ګاندي د فعاليتونو څخه خبروي او د ګاندي د اوسېدو محل ته چي ورځي بوټونه په کاږي، ياني د خپلو مشرانو د مبارزو سپېڅلتیا په مني، ګاندي چي په خپلو لاسونو د تارونو د اوبدلو ماشين کاراوه، ټرمپ يې هم ورته کښېناوی، د خپل صنعت او هندوانو زحمتونه يې ورته تشريح کړه، دا په حقيقت کي د هند د صنعت هغه انځور و چي هنديانو په خپلو لاسونو او زحمتونو پر پښو درولی دی، وروسته يې تر ټولو لوی کريکيټ سټوډيم ته بيا يې او په زرګونو هنديانو سپيني خولۍ پر سر کړي وې، د هند کلتوري نمايشات وړاندي کېدل او ټرمپ يې دېته اړ ويستی چي د هند په ستاينو پيل وکړي، د ټرمپ په خوله يې هند ټولي نړۍ ته بېساری هيواد وښودی.

که څه هم ټرمپ د خپلو وسلو لپاره د مارکېټ موندني په موخه راوتلی و او د هند سره يې د دېرش ميليارده ډالرو د وسلو قرارداد اعلان وکړ، خو هنديانو هڅه کول چي ټرمپ ته فرهنګي، اقتصادي او ډيموکراټيک قدرت وښيئ، ټرمپ يې تاج محل ته بوتی، پر خپلو تاريخي وياړونو يې وګرځوی او د شرق تمدني ارزښتونه يې ورته وښودل، ددې تر څنګ يې د ټرمپ په خوله د کريکيټ اتلان سچن ټنډوکر او ويرات کوهلي، فلمي صنعت، د ژبو په تعدد کي د ډيموکراټيکو ارزښتونو تطبيق او نور ارزښتونه يې په وستايل.
پدې سفر کي هند په مطلق ډول پر فرهنګي ډيپلوماسۍ تکيه کول او د خپل صنعت، سپورټ او فرهنګ پر پياوړتيا يې ټينګار کاوه، د ټرمپ هغه هڅه چي هند په جګړه کي ښکېل کړي، تر ډېره بريده يې پيکه کړه، ډيپلوماسي په خاموش اواز سره لوی پيغامونه په ځان کي لري. هندي رسنيو په ټول توان هڅه کول چي د ټرمپ او مودي ترمنځ صميميت او د ټرمپ باور نمايش کړي، په هرو څو ثانيو کي يې د ټرمپ او مودي ترمنځ د غيږي روغبړ انځورونه نشرول، رسنۍ د خپل حکومت تر شا ولاړي وې، نيوکه نه وه، ټول هند ته ژمن وه او د هند د ګټو لپاره يې ستوني وچ کړه، د ډيموکراټيک او ملي ګټو ساتونکي دولت نمايش په ښه ډول وړاندي سو، که څه هم هند ۱۴ ميليونه ډالر پر دې تشريفاتو مصرف کړه، خو نړيوال پرستيج يې په ښه ډول قوي کړ.