د ستر خوشال خان خټک بابا ۳۳۱م تلين لمانځغونډه
نېټه: ۱۳۹۸/۱۲/۱
2020/2/20

په کندهار کي د ځوان کهول ملي ټولني او ارغنداب ځوانانو شورا لخوا په ارغنداب ولسوالۍ کي د ستر خوشال خټک ۳۳۱م تلين د يوې مشاعرې او غونډي په ترځ کي ولمانځل سو.

د ځوان کهول ملي ټولني مشر نورايل کليوال، د کندهار د ولايتي شورا وکيل نعمت الله وفا، د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال ښاغلي انجنير شريف الله رسولي، د بدني روزني رييس مدير اغا، د ارغنداب ځوانانو شورا رييس هستي محمد زيارمل، د ځوان کهول ملي ټولني مالي او اداري سمبالګر فضلې احمد محسن، او د ځوان کهول ملي ټولني د کرکټ لوبډلمشر سيدولي سيرت د خوشال خټک د ژوند پر اړخونو او د هغه پر مبارزې خبري وکړې، او ټولو ځوانانو ته يې يادونه وکړه چي موږ بايد د پرديو تر کلتور او استعمار لاندي رانسو، هر ځوان بايد چي د خوشال په څېر پرځنګوال و اوسي، او همدارنګه د ځوان کهول ملي ټولني مشر ښاغلي کليوال وويل چي ځوان کهول ملي ټولنه د ژبنيز عدالت او کلتور لپاره ده، د پښتو ژبي ټول وياړلي شاعرانو ته به د تلين غونډي جوړوي او د کلتوري برخي په پياوړتيا کي به ځانګړې هڅه کوي.

او همدارنګه د غونډي يوه برخه مشاعرې ته ځانګړې سوې وه چي ډېرو شاعرانو پخپلو شعرونو کي د خوشال خان خټک د توري او قلم ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه چي د هېواد، ژبي او قوم لپاره به د خوشال خټک پر حماسي سبک شعرونه ليکي.

په غونډه کي سلګونه کسانو ګډون کړی ؤ، او ټولو ګډونوالو په پای کي ډېره خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چي په داسي کلتوري مسايلو کي به خپل توان ونه سپموي.

#KhoshalKhatak
#ZwanKahol