ليكنه:سېلاني

 

((آريک)) چېرې کوم وخت موسيو ليبان نومي فرا نسي ختيځپوه دهندو اروپايي ژبکورنۍ د اسيامېشتې آر يايي ژبښاخ د مورينې ژبې لپاره د يوه انگېرلي (فرضي) نوم په توگه رامنځته کړی وو، د هندواروپايي مورينه ژبه بياپه همدې نامه نومول شوې، بې له دې چې د(آريک) په څېر پرې بل نوم کېښوول شي!
ښايي، آريايي مورينې ته د داسې يوه فرضي نامه د ټاکلنې موخه به داوه چې هغه مهال انگرېزي ختيځپوهانو دغه گرده ژبکورنۍ آرين (آريايي) نوموله، بياهندوآرين،المانيانو هندوآريش، هندوگرمانيش او په پای کې، د دې لپاره چې نازي المان له دغو دواړو نومونو څخه هسې بېځايه د خپلې ((آريايي نژادۍ!)) لپاره ناوړه گټه وا خېسته، نو ختيځپوهان دې پر ېکړې ته راورسېدل چې دغه ژبکورنی نوم ((هندوارو پايي Indo-europian)) کا ندې اويوازې اسيايي يا ختيز ښاخ يې آر ياييAryan ، هندوآرين (Indo-Aryan)او ياهندوايراني Indoira- nian ته راواړوي. نوکله چې بيا زموږ پارسي تربورانو پر ۱۹۳۵ز. کال د خپل هېواد نوم له ((پارس)) څخه پر((ايران)) بدل کړ، موږ اړوتو، په خپلو ليکنو څېړنو کې (ايران) پر لرغونې بڼه (آريان Aryān-) راواړوو او ټول ژبنی ښاخ پر ((هندو آرياني Indo-Aryanian )). نو تر دغو ټولو ترمينالوجيکو سمونو او کرونو سره د ((آريک)) کارونې ته نوره اړتيا پاتې نه شوه. په تېره بيا چې ايرانيانو او زموږ دوديزو پښتوپوهانو ترې د ((آر يانيوالي)) په ولوله يا هسې ځا نغټاوي لپاره د خپلو تاريخي پښتوڅېړنو سرليک گرځولی او داسې يې راښوولې چې پښتوڅېړنې مو نورې بشپړې کړې، خو همد ومره کار يې پاتې دی، که هغه ورکه ژبه هم را پيد ا شي، نور نو هر څه گل و گلزار دي. په دې ډول به د پښتو گرده څو زرکلنه تار يخي مخينه را ترلاسه کړو او هله به يې د ټولې نړۍ او بيا هندي او پارسي تربورانو په سترگو کې ورننه باسو چې وگورئ، پښتو ستاسې تر ژبو څومره زړه او لرغونې ده او ستاسې د دواړو څانگو تر منځ ((در ېيمه خپلواکه)) آريايي ژبڅانگه جوړوي!
دا څومره د خندا او لا خندۍ خبره ده. دومره سول و سوچ پرکار نه اچوو چې هغه اروا ښاده ژبه يوازې د پښتو نه، بلکې له بغداده تر کلکتې پورې، د سوونو سوونو آريايي ژبو وره انا وه. اکر داچې هغه ژبه پر هندي او آرياني څانگو وېشل شوې اود هرې څانگې ژبې يې د نړی د ټولو ۶ زرو ژبو په څېر، له څه ناڅه(زر- زرکلن زماني واټن سره) درې مهالپېره تر شا پرېښې دي:
۱-هندي آريايي زوړ پېرله (ويدي+ سانسکرېټ) ، منځنی پېر له يو شمېر پرا کرېټونو او نورو منځنيو ژبو او بيا نوی يا اوسنی پېر له لاگڼ شمېر (هندي، سندي، بنگالي، پنجابي، بيهاري، مرهټي،گوجراتي، سنگها لي…(له دردي-نورستانې) خويندوژبو سره) رانغاړي (← کيفر: د افغا نستان ژبې او لښتيليکونه).
۲-دآرياني څانگې زوړ پېر له پېنځگونو(اوېستا، ساکي، ما دي، پارسي او پارتي) ژبو سره؛ منځنی پېر له (خو تني،با ختري، سوغدي، خوارز مي، پهلوي يامنځنۍ پارسي، پارتي، الاني…) ژبو سره او نوی پېر له(پښتو، پارسي، کوردي، بلوڅي، لوري، سمناني، سيوندي، گيلکي، دکسپين کڅوالو او ۲۰-۲۵ پاميري ژبو) سره.
هسې خو په دې لړ کې زړې او منځنۍ هغه په مړوکې راځي. په دې مانا چې د خپلو آرو ويونکيو له خوا نورې نه ويل کېږي، د چاخبره، ژبه هغه ده چې پرخولو ده. نه په ليک کې. که څه هم د سانسکرېټ، اوېستا، يو ناني، لا تيني، زړه عبري… غوندې د دينښووانو له خوا د سپېڅلو متنو نو په توگه لږوډېرې کارول کېږي. لارويان يې هم يوازې په نمنځونو (عبادتونو) کې کاروي او ليکنې يې هم په بېلا بېلو بڼو خوندي پاتې دي.
بلخوا، له دې هم ناخبره چې دليک مخينه تر ۵ زرو کلونو تېری نه کوي او حال داچې دآريک ژبې د منځته راتگ مخينه نن سبا له نوو زبادونو سره تر ۷ زرو کلونو وراوړي ، نو څنگه کېدای شي، داسې ليکلې نښې نښانې يې وموندل شي. دکوم دين و مذهب څرک هم نشته چې يو څه دم دعا وې يې د گروهنو (متعقدينو) له خوا سينه پر سينه او خوله پر خوله تر دې دمه رارسېدلې اوسي. هن،که دا انگېري چې ويونکي به يې چرې په کوم ځنگله، سمندري ټاپو يا سمڅ کې وموندل شي، بياهم هسې خيال و خوب بلل کېږي!
زما ناروېژي استاد په شپېته کلنو څېړنو کې مټې د منځني پېر پښتو له دوه زرکلن زاړه گړدوده پرمختياموندلې (وڼېڅي) ) ژبې، يوه (خوتني) ‎ډبرليک، د زړو ځاينو مونو او خپلوانو ژبو د پاتشونو له مخې د منځني يا مورني پېرڅرگ ولگو لای شو او راروسته يې د ساکي انا، هغه بيا هم د منځني پېر ((خوتن ساکی)) د موندل شويو بودايي متونو په مټ.
خو زموږ پېښاووان په مورونيا(زړې ساکي) يا غورې (آرياني!) پسې نه گرځي . بلکې په وره – وره انا(آريک) پسې يې راخېستې ده!
دوديزو استادانو، ليکوالو او څېړنوالو خو بياهم له خپلې پوهې او واک و وس سره سم لږ تر لږه د ادب و فرهنگ له پلوه د پښتو د سرڅڼې او سيالۍ په لارکې د نوي اکاد ېميک پښت لپاره يوه لاره هومره هوا ره کړه او په دې لړ کې يې د(( يوې – کره ليکنۍ پښتو)) د بهير بنسټ کېښووه. مگر پېښاووانو يې بې له دې چې زموږ داکادېميکو څانگپوهانو مخې ته کرکنډې راورغړوي، د نور څه تمه ترې کېدای نه شي!