لیکنه: محمدشریف زهیر

زموږ اولسونه همدا شین بوټي ته یوه دنیا اومیدونه وی.
چی ګوندي تر حاصل اخیستلو وروسته یو لړ ضروریتونه په حل کړو، د ځینو ځوانانو دا ارزو وي چي که کال سم ؤ د کلونو وروسته به د کوزدې ولور اداء کړم،
د بل غریب تمه وي که مي سږ تاریاک سم واړول، خپل په ځمکه به یو سرای جوړ کړم چي د خپل کور خاوند سم،
یو بل مسلمان ورور بیا پر ګوتو ورځی شمیري چی که سږ کوکنار سم حصول وکړه، حج یا عمرې لپاره به بیت الله شریفي ته ځم. همداشان بیا بل ورور په پورونو او قرضونو کي غرق وي، وای ګوندي سږ کال له پورونو خلاص سم.

که څه هم د کلیوالي اوسیدونکو ۸۰% عایدات د زراعت سرچینه هم دا کوکنار دي، خو بیا هم د خلګ په درد ندی دوا سوي. د کال په سر کي یی ښه روزنه کوي، پوجي او اوبه ورکوي،انبارونه پر پاشي او هره ورځ یی په یخنئ ساتنه کوي، ولی چی کله یی د نیښ ورځي نیژدې کیږي بیا دا بوټي یو رقم مرض پیداکوی، ژیر اوړی او ورځ تربلي خرابیږي، او د کروندګر ټولي خوارئ او ارزوګاني په اوبو لاهو کیږي.
زیات وخت د کوکنارو د کروندګرو په منځ کي دا ویره هم وي چي هسي نه دولت یی د ماتولو کمپاین شروع کړی، یا هم دا ذهنیت ورسره وي چي خارجیان (امریکایان) د هوا د لاري مضري دواوی پر ونه پاشي.
خو د زیاتو کارپوهانو په نظر امریکا یا نور بهرني هیوادونه نه یواځي چي ددې مخدره توکو د کر مخه نه نیسي، بلکي ویل کیږي چي په غیر مستقیم ډول یی همایه هم کوي، او تر ډیره یی زموږ په هیواد کي د اوسنیو شرایطو د لاملین همدا بهرني قاچاقبران بللی دي، چي یاد کار وبار له افغانستانه نیولې ترکیه، اروپا او تر امریکا پوری یې تجارت عام و تام روان دی.
یواځی زحمتونه، کړاونه، معتادین او ضررونه یې بې وسه افغانان پر ځانونو وړي، د همدې مضر بوټي لپاره د حلال کښت غنمو کر پریږدي او پر ځای یی کوکنار په خپلو ځمکو کري.
ډیری وخت دا خلګ غنم پدې تمه نه کري ، که کوکنار ډیري پیسي وګټي نو د پاکستان څخه راتلونکي تیار وړه رانیسی او کورونو ته به یی وړي. د همدې تمي خلاف زیات وختونه زموږ لخوا هغه د نیستئ غنم هم د پاکستان پر پوله اوړي، او ورسره سم د غنمو او اوړو قیمتونه اسمان ته خیږي.
له بلي خوا په هیواد کي په نشه یی توکو ږودو معتادینو شمیر ورځ تر بلي زیاتیږي چي د ټولني لپاره یې بل سرخوږی جوړ کړی،
زما غوښتنه له دولت او خلګو څخه داده چی راسئ د ځان سره محاسبه وکړئ، د کوکنارو کرکیله، ګټه او زیانونه د اسلام په مقدس دین کي وګورئ، او په څنګ یی ددې توکو څخه د نړیوالو استفاده هم وارزوئ، که خیر پکښي نه ویني نو په یوه ږغ دې کښت ته نه ووایاست ،
افغانستان خوږې اوبه او زراعت ته جوړه ځمکه لري، که همت وکړو په زراعتي برخه کي خورا پریمانه توکی لرو چی په کرلو سره یی هم د ولسونو خودکفایی او بسیاینه تظمین کیږی او هم به د هیواد په ملي اقتصاد کی رغنده رول ولري.

نیټه ۱۳۹۸/۱۱/۲۲/ میوند ولسوالي