#لیکوال: سمیع الرحمن راحماني

ژبه د انځورونو له پلوه دوه ډوله ده بیاني او تصویري.
رسمي مقالې زیاتره په بیاني ژبه وي؛ خو په کیسو اوشعرونو کې تصویري ژبه ارزښتمنه وي بیاني ژبه درته یوه کیسه کوي؛ خو تصویري ژبه یې درباندې ګوري.

په لیکنو یا مقالو کې چې د لوستونکي قناعت در په غاړه وي او دلیلونه وايې، تصویرونو ته به دې پام وي؛ خو په کیسو او شعرونو کې چې لوستونکی له ځان سره بیايي؛ نو حواس به یې درګدوې او حواس په تصویرونو درګدېږي. بل دا چې لوستونکو ته د کرکټر د څېرې او د پېښې د وخت او ځای د ښوونې لپاره بې له تصویرونو بله لار نشته.
چیخوف وايي چې پنځګر شیان څکي، لمس کوي، اوري او ویني؛ نو د چیخوف په خبره پنځګر تر بیاني ژبې تصویري ژبې ته ډېر اړدی. لوی لیکوال او شاعر په کیسو او شعرونو کې انځورونو ته ډېر پام کوي(۳۰:۹) څو انتخابه اجمل ښکلی
کله چې موږ یو څه مطالعه کوو، او ژبه یې بیانې وي سرسري پرې تېرېږو او تشې خبرې به کوو؛ نو که چېرته موږ یو داستاني اثر لنډه کیسه او یا ناول لولو او ژبه یې هم تصوري وي هماغې صحنې موږ ته انځوروي، تصوري ژبه دقیقه ادرس راکوي. او هماغه انځورونه زموږ په ذهن کې پاتېږېږي، بیاني بیا له ذهن څخه ژر ووځي.
یوه ورځ په ټولګي کې استاد درس ورکاوه، د درس عنوان هم په کیسه کې انځور کښنه او تصوري ژبه وه، زه دې خبرې ته حیران شوم چې په ژبه کې تصویر څه کوي؟ خو زړه مې آرام نه شو، له استاد څخه مې وپوښتل استاد! زه سم پوه نه شو، که لږ نوره رڼا په همدې موضوع واچوې یا راته یوه بېلګه کې ووایې، استاد د ګرامر کتاب راکړو، چې دغه کرښه یې ولوله؛ که کله چې مې دوه کرښې ولوسته بیا یې راته وویل:
کوم څه یا انځور دې په حواس حس کړه، یا په ذهن کې دې د کوم تصویر نښه نښانه درغله؟ ما ورته کړل نه استاده! او که درته ووایم، چې سمیع پوهنتون ته را دننه شو، کارت یې په غاړه وه، تور بکس یې په اوږه کشال کړی وه، د پوهنتون درېم منزل ته وخته یوې انجلۍ پرې غږ وکړه! ماته دې کتاب راوړه؟ سمیع یې د خپل بکس کشک واز کړو او کتاب یې ورته ورکړه انجلۍ مسکه شوه ورته یې وویل: مننه کله چې دغه جمله استاد ماته ویل دغه انځورونه ما په ذهن کې انځورول او حس کول مې.


پخوانیو لیکولان د ځینو په لنډو کیسو کې تصویري ژبه ډېره کمه یا بیخي شتون نه لري. د هغوی د لنډو کیسې بیاني ژبه لري، چې سړی پرې ژر ژر تېرېږي، او داسې کیسې تر ډېره ستړی کونکي دي او د وخت په تېریدو سره له ‌ذهن څخه ووځي. مخکې کې چې مې د تره کې لنډو کیسه ذکر کړې ده، د هغې ژبه هم بیاني ده نه تصویري.
کله چې لنډه کیسه لولو که چېري د هغې کیسې ژبه تصویري وي؛ نو موږ هماغه ځای ته بیايي او صحنه راښيي. تصویري ژبه کیسې ته خوند ورکوي او کیسه لوستونکی تر پایه پورې له ځان سره ساتي. کله چې موږ یو نوی کور جوړو په هغه کور باندې ډېر لګښت لګوو او که په ورستیو کې يې رنګ نه کړو هماغسې غړ پړ پرېږدو نو ښکلی نه ښکاري که مو رنګ کړ، ډيزاین مو هم کړ؛ نو بیا هرومرو ښه ښکاري، په لنډه کیسه کې تصویري ژبه هم داسې حيثیت لري.