لیکوال: ساهو برلاس

 

زموږ په پخواني کتاب کې (چې اوس پردی دی. داسې راغلې دي:
«د مورني وطن, د وطن د کلتور او د مورنۍ ژبې درنښت کوئ، همدغه د خوشالۍ زېرمې دي».
(رګ وېد)

دا خپل کتاب د خپلو خلکو کيسې څۀ له کوي؟
دومره خوږ څۀ له ښکاري؟
او دا په خپله ژبه کې هسې وينا هم سندره شي, هم غزل شي, هم تغزل شي. دا پردۍ ژبه چې هر څومره زده کړی. بيا هم نه ترې سندرې جوړېږي, نه غزل. چې دا ولې؟
ټول عمر مي په ښوونځي کې پردۍ ژبه وويله, بيا مې په دفترونو کې وويله. کتاب, کاپي، ورځپاڼه, کتابتون د پرديو ژبو ډک دی. خو چې کله ستړی ویده شم. خوږ اشنا راته په پښتو کې خبرې کوي. خوبونه په پښتو کې وينم چې دا څه له؟
فرایډ به هم کېدی شي› د داسي حالاتو سره مخامخ شوی وي؛ ځکه يې ويل:
«په خوبونو کې د ټولنې رول ختم شي. رښتنی انسان او رښتنې جذبې رابرسېره شي».

زما رښتيا پښتو ده؟
زما رښتنې جذبې پښتنې دي؟
خدای مې دی بې پښتو نه کړي.
کله چي ستړی له کاره راشم. د توت د ونې سیورې لاندي ویده شم› نو ماشوم وختونه مې مخې ته راشي. کوچنې خورکۍ مې هغسې په غوږ کې په پښتو کي راته وايې لالا! زما يادونه هم په پښتو کې دي.
کلې ته راشم د ښار د لوږو او کرکو نه ستړی پښتون ورور مې سينې ته نږدې کړې. وايې:
ستړئ مه شې.
زما ستړيا ختمه شي.
دا اثر د دوعا وي؟
د پښتون ورور؟
که د پښتو؟
زۀ کله کله فکر کوم که يې راته ويلې وو: خیر نال آ.
نو ایا! ستړی زړه به مې دومره دمه شوې وو؟
(هغه بله ژبه نه يادوم. بيا به پښتون ورور رانه خپه شي)
کله چې د نړۍ اندېښنې د زړه تل ته کوزې شي او خوبونه رانه يوڅي. شپه نه تیرېږي, شپه اوږده شي. ګوره! چې کوم مهال مې د ماشومتوب «للو للو, خوب دې در شي تر لېمو» تر غوږو شي؛ بيا تر سهاره په کراره ویده يم.
زما مور پښتنه ده. ما له راکړی شوې ټولې دوعاګانې پښتنې دي.
کله چې په کلې کې ظالم! ظلم وکړي. څوک بې قوله شي, څوک د چا حق وخوري, څوک په کمزورې غوسه شي, څوک د ګاونډي خيال ونۀ ساتي, څوک چې سپک وغېږي، څوک چي د بل زړه ازار کړي.
موږ وايو ډېر بې پښتو کار يې وکړ, ډېر بې پښتو سړی دی. دا زموږ کلی په پښتو جوړ شوی دی, زموږ کلی د پښتو کلی دی. (چې دا پنجابي او …… ژبې په کې رواج شوې دي. اوس ډېر بې پښتو دی)
سپين ږيری وايې: اوس هغه پښتو چرته پاتې نه ده.
زما پلار واده وکړو. چا څه ترېنه ليکلې وانۀخیستل.
زما نيکه ځمکه خرڅه کړه. چا ترېنه څه ليکلې وانۀخیستل.
پښتو يې سره کړې وه. که څوک به بې پښتو شو; هغه به په کلې کې په ټيټو سترګو ژوند څنګه کولو؟
اوس کاغذونه ډېر دي, عدالتونه هم شته, پوليس هم شته. خو د چا په پښتو باور نشته
اوس هغه د يوې پښتو خلک نشته
اوس پښتو چرته پاتې نه ده.
اوس مو زړونه سره لرې دي
اوس په کلې کې څۀ دي؟
بې پښتو خلک دي، ياره!
دا بې پښتو ژوند څومره ګران دی …..