په داسي وخت کي څي زموږ ملت د ترهګري او انتها خوښتي د تپل سوي تور تم د تورو لمبو څخه مخ په خلاصيدو روان دي، موږ په زرهاوو اولسونه د مرګ د ښامار په خوله کي بايللي دي۔ زموږ کلي وران، زموږ د بچو لاسونه او پښې نسته، زموږ ملت زوريدلي، ميندو خپل بچي بايللي، پيغلي مي سرتوري سوي، بلها خلګ مي نن هم د ورکو وګړو د لټون په تمه ناست دي۔ درويشتم ستمبر زموږ د کلتور ورځ لمانځل ځکه اړينه ده څي موږ نړي ته وښيو۔
چيري څي هم خلګ اوسيږي هغوي د قدرت د کارولو څخه په ستفاده بيلابيل توکي خپلوي او ورسخه کار اخلي، ښه او اوسا ژوند ورڅخه سازوي۔ د يو پوهاند اينګلز په وينا څي کرهنه او مالداري زموږ ښځو موږ ته په داسي وخت کي راکړه څي زموږ مړونه به د ميوو ټولو لپاره لري تلو او کورو ته به يه ځنګلي ميوې راوړلې۔ او يا به يه ښکار وکړ د ښکار سره به څي يه د هغه واړه بچي ونيول نو به يه د ماشومانو د لوبولو لپاره کورونو ته راوړل۔ زنانو اول ځل د ميوو زڼو ته فکر وکړ او په مځکه يه ومنډل څي ورڅخه په راتلونکي کي لوي وني او کورني ميوې، سبزياني او غله جوړه سوه۔ او د ځناورو بچي يه په خپله مينه وساتل او د ځنګله پر ځاي يه کور ورته ورکړ، څي په راتلونکي کښي د دوي د غوښي او شودو ورکولو لامل وګرځيدل۔ دغه کار زموږ په ملت کي نن هم روان دي، او داسي ښکاري څي د آرينو دغه ټاټوبي د اينګلز فکري پختګي ته ځاي ورکړي دي۔
نو داخو ډيره معلومه خبره ده څي انسان د عمل او فکر د ګډولو څخه ننئي پر مخ تللي ژوند هم داسي جوړ کړ۔ او ځکه يه د نړي سپيڅلي فلسفې رامنځ ته سوې۔
زموږ د ميني د فلسفي پلاران خو زرتښت او بودها دي، څي د پښتونخوا وطن او آزاد افغانستان هرګوټ يه ګواهي ورکوي خو د ګاندهارا او بلخ ميني يه سوچه نخښي دي۔ بودها او زرتښت څوک وو دا يو لوي بحث دي خو دومره به ووايم څي د نړي مفکرنو ته يه د رڼا وربخښلو سپيڅلي مفکرين وو۔ څي زموږ وطن يه د زرتښت د زيږيدني او د بودها د تبليغ دنيا ده۔
د آرکيالوجيسټ پټر واټسن کتاب «آئيډياز» ددغه خبري پخلئي کوي څي د زرتښي عالم وو څي د يهوديت سپيڅلي کتاب يه وليکي، نو د يهوديته پس عيساييت او بيا زموږ دين اسلام يه سلسلې دي۔ څي انسانانو په نړي کښي خصوصاً په لويديز او بودهزم بيا په ختيز لور وخاته څي ورڅخه نن هم د نيمي نړي انسانان استفاده کوي او روحان ورباندي کراروي۔ که ددغه معلوماتو او سائنسي ريسرچونو په رڼا کي دا ووايم څي نړي زموږ د ملي کلتور څخه رڼا واخيسته او نني نړي تري جوړه سوه څه مبالغه به نه وي۔
که مو ژبپوهان راوخلو نو حبيبي صيب خورا ګويان دي څي زموږ ژبي پښتو، دري او نوري بلها زياتي هم د آرينو د پخوانيو ژبو لوڼي دي۔ که څه هم تش په نامه پر مخ تللې نړي زموږ ډير ادبي او سائنسي فکرونه په خپلو کي ويشي او زموږ ژبي يه په ايران او يا هم هند پوري تړي۔ خو داسي نه ده!
که څه هم نسل پرستان موږ په بيلا بيلو نومونو ويشي خو موږ د دغه خاوري افغانستان بچي يو؛ ځکه زموږ زرهاوو کلونو تاريخ، کلتور، جغرافيه، ژبي، معيشت ټول سره شريک پاته سوي دي۔
نو که پورته بحث ته وکتل سي؛ کلتور په دوه پلوه پروت دي؛ يو يې مادي شکل دي څي زموږ تر مځکه لاندي آثار يه نخښه ده او بل بيا په فکري توګه پروت دي څي د غرب او شرق فلسفو ته رڼا هم زموږ د ټاټوبي څخه تللې ده۔ ځکه به مو دښمن پوه وي څي هر وخت مو پر سر وهي، سوله مي له منځه وړي او ملت مي محکومولو ته لاري هواروي۔ هغه د وني او تبر په وينا: که دي لاس زما د وجوده نه واي جوړ زما ژوند به تا نه واي ختم کړي۔ د تبر غاښ هم موږ د خپل کلتور په رڼا کي هميشه ور پڅ کړي دي تاريخ ګواه دي دلته هر ستمګر، قبضه ګر، استعمار او استحصالي قوت د افغان د ميني د ترانو په وږ وږ کي له منځه تللي او افغان خپله پاکه خپلواکي هميشه ساتلې ده۔
خو موږ په پراخه خوله ويلاي سو موږ نه د يو مذهب پر بل مذهب، د يو وګړي پر بل وګړي، د يو قوم پر بل قوم، نه د يو فرقې پر بلي فرقي او نه هم د يو وګړي پر بل وګړي ظلم، بربريت او استحصال منلي او نه يه ووس منو۔ ځکه موږ ته خپل کلتور دغه فکري رڼا راکړيده۔ د زرتښت او بودها د ميني فلسفې زموږ په وينه کي اخښل سوي دي۔ څي پښتونولي او افغانيت يې ژوندي بيلګي دي۔
نن يو وار بيا زموږ پر وطن د تورتم خورولو خاوندان زموږ د مستعمره کيدو خوبونه ويني په داسي حالاتو کي زموږ د کلتور ورځ لمانځل خورا مهمه ځکه ده څي زموږ نوي نسل بايد نړي ته د خپلي ملي مفکورې چوکاټ ور وپيژني۔
موږ د هيڅ يو چا څخه د مذهب، فرقې، ژبي، رنګ او نسل پر بنسټ نفرت نه کوو۔ موږ دنړي انسانان د حوا او آدم اولاد ګڼو۔ زموږ ميندي نن هم د ميږي په زورولو د خپل بچي داسي تربيت کوي: «مه کوه ساکښ دي، څښتن ميندلو سره بايد مينه وسي، لوبي وسي، نه څي ووژل سي، که نه څښتن بيا تا په سترګو ړندوي»۔ څي پکي د ژوند او ژوندو د ميني يوه لويه فلسفه ډيره ښکاره ده۔ هم دا رنګه زموږ ژبي زموږ د ميني د سندرو او سازونو ډکي دي۔ موږ کله هم د چا په ازار نه خوشاليږو خوابديا مو ضرور په کيږي۔
زموږ اناګاني نن هم څي د سهار لمانځه کي دعا کوي نو د نړي ټول مظلومان «سپين پښتانه» ګڼي، که هغه عرب وي، که روسيان وي او که نور څوک۔ او د بل مذهب د وګړو په زد که څوک څه ووايي دوي يه داسي تربيت کوي «ته وا د څښتن تر نظر لا څوک ښه وي؟» مانا دا څي هر څوک پوه خپل يه دين؛ څي د نني نړي د پوهانتونو په درسونو کي ورباندي په زرهاوو ليکچري ورکول کيدلاي سي۔ او د مذهب په نامه نفرت خورولو يو «سپيڅلې بيانيه» ده۔
نو زموږ د ميني د درسونو راکولو ميندو بچي که چيري هم يوه خطا وکي۔ په زړه يه بوج وي؛ و څښتن ته پروت وي څي خدايه ما د پلانکي د حقه خلاص کړې۔ که يه چم جوړ سي نو ورځي او ننواتې پر کوي؛ هغه مخالف به يه کمزوري هم وي؛ خو د ميني درسونه يه په زړه کي زوروي څي نه زورور څښتن دي موږ بايد د ظلم په کار غرور ونه کو۔
زموږ ملي اتلانو موږ ته د بل پر وطن د قبضي هيڅکله اجازه نه ده راکړې او نه يه خپل وطن وبل ته پريښولو لپاره۔ ځکه موږ هميشه د خپل وطن ساتنه کوو او د بل د وطن هم خيال ساتو څي څوک يه هم مقبوضه کوي د هغوي خلاف آواز پورته کوو۔ زموږ سياسي مشارن په خپل وطن اختيار ساتل، برابري، ټولنيز انصاف، جمهوريت، امن او ثبات تبليغوي۔ زموږ پيغلي او ځوانان د خپلو ملي اتلانو پر قدمونو پښې ږدي او خپلو تودو هڅو ته دوام ورکوي۔
زموږ د ادب کتابونه څوک هم کتلاي سي نظر ورباندي اچولي سي؛ پکي به د ميني سندري وي خو د نفرت ټکي څخه به نفرت خورا په واضح ټکو ښودل سوي وي۔ زموږ اديبان، ليکوالان، شاعران، سندر غاړي موږ ته د نيکونو (بودها/زرتښت) د ميني قصې وړاندي کوي۔
زموږ علما حق، ديني عالمان نن هم د صوفيانه درس او تدريس په درسونو خپل اولسونه منوروي ورته د دين مبين اسلام له لاري د مينه کولو، ښه ويلو، ښه فکر کولو او ښه عملي کولو لاري ښيي۔
د دغه تور تمه پس زموږ غمجني ميندي څي بچي يه بايللي دي نن هم د خپلو بچو د خون بها په سودا د ملت د بچو و سر ته خير او امن لټوي۔
زموږ پيغلي اتڼونه لري او پکي ټپي د پت، ښيګړي، ميني، وفا، ښيګړي، پورته کوي۔ ځوانان ورته د ميني ډکي ځوابي ټپي تقراروي۔
نن هم زموږ شپونکي د درد او زغمه پس د ميني سندري وايي، زموږ مرغان هم هغه رنګه د شوخي ږغونه کوي، زموږ درختي هغسي سړې سايي ورکوي، زموږ غرونه لويي او پراخي لمني لري، زموږ هواګاني زورونه لري، زموږ لمر رڼاګاني لري، موږ د هم دغه کلتور وګړي يو موږ د هر چا سره مينه لرو، موږ ژوند غواړو نورو ته ژوند ورکوو، موږ نور د تپل سوو تيارو ختمول په روڼ سبا لمانځو، موږ افغان کلتور لمانځو۔
نو د پورته بحث څخه خورا ښکاره ده څي موږ په تاريخ کي نه ترهګر او نه هم انتها خوښي پاته سوي يو؛ البته مينه مو ډيره کړې ده کرکه په مزغو کي نه لرو؛ موږ پر ترقي، مبارزه، مينه او انسانيت باندي پوخ يقين درلوونکي کلتور لرو حال يه خورا ستره آئينه ده که يه څوک کتل غواړي۔
نو ځکه موږ پر نړي په هم دغه ورځ ږغ کوو څي راسي زموږ کلتور له نژدې وګوري، زموږ په زړونو کي خورورونه مينه ده۔ نو بايد زموږ د هر دښمن په وړاندي د ملامتيا قضيه وړاندي کي۔ څي نور بس د امو او آباسين، بولان او چترال په غيږ کي پراته افغان ملت ته څوک ګواښونه نه کوي او نه به پکي د ترهګري له لاري د دوي وژنه کوي او نه به يه کلتور، ژبي، سياست او مدنيت ورانوي۔