لیکوال نجیب ذاخېلوال

وړوکی وم پر ځای ددې چې د مورنۍ ژبي سره د مينې درس راکړل شي نو د ملاصيب په خوله راته قاعده‌بغدادۍ لاس کې راکړل شوه.
غوټکی شوم د ښوونځي شوم نو راته د عربي ژبې فضليت وويل شو. او دا هم راته وويل شو چې پښتو ژبه د دوزخ ژبه ده.
لږ ستر شوم او قران مې خلاص کړ، خدای بخښلي پلار مې راته د مولوي صيب په سپارښتنه پنج‌ګنج وپېره. وخت تېرېده، غوټ شوم د پينځم ټولګې څخه فارغ شوم شپږم تولګې ته لاړم نو د عربي ژبې په نحوه او صرف، ضرب، ضربو، ضربتم…. راباندې سر وګرځاوه.
خو له دې سربېره به مې بله سرينده هم اورېده چې انگريزي ويل د پرمختللي خلکو کار وي. هيچا هم راته ونه ويلې چې د مورنۍ ژبې ويل، لمانځل او ساتل عبادت دی.
اخ مورنۍ ژبې! ته څومره په سختيو د يرغلگرو او ښکېلاکګرو د سيورې لاندې ژوند کوې. لا تر اوسه ستا داکټر، ستا اينجنير، ستا ملا او ستا دولسم څخه فارغ ستا په ليکلو نه پوهېږي.
اخ درته ومرم زما ژبې، زه ستا د بېوسۍ او ځنکدن سلګۍ اورم. چې څنګه ستا بچي ستا په ويلو شرميږي