له سرلیک څخه څرگنده ده چې د پټې خزانې لرغوني ادبي او تاریخي کتاب په هکله پوهان عبدالحی حبيبي پخپل کښي (قلم) په کندهاري گړدود دغسې يو لیک کښلی چې وروسته یې په يو کتاب کې چې تاریخي پلټني د مقالو مجموعه نومېږي په ۱ـ۴ مخونو کې چاپ کړی . دپوهاند لیکنه په يوې وبپاڼې کې چې د هغه ښکلیو نښېرونو ته ځانگړې شوې هماغه څخه دلته رالېږدوم او کټمټ د لوستونکو مخې ته ايښودل کېږي ː

[۲]

[۳]پټه خزانه چا، چيري اوڅنگه پیدا کړه؟ علامه عبدالعلي اخندزاده خالوزی کاکړ ما له ۱۳۳۸ هـ ق راهیسته پېژندئ ، زه به د لسو کالو وم چي د کندهار يوه سندرغاړي ٫ باغی اخندزاده٬٬ به د عبدالعلي بدلي د ارغنداو په گڼو باغو کښي ويلې او دده ږغ به مځکه او آسمان رېږداوه .

ښه مي په ياد دي ː يوه شپه ئې بدله ويله چي مطلع ئې دا وه ː

مخ گرزوي په بیرته ستمگر ولي له ما؟ جهان په لمر روښان ، پټوې لمر ولي له ما؟

دا بدله د عبدالعلي اخندزاده د پښين د لوی عالم او فکور شاعر ده . د دغه شاعر يوې بلي بدلي ماته په ځوانۍ کښي د فلسفي تفکر اندېښنه رابخښلې وه چي ويلي ئې وه ː

سحر راتلم په گلشن کي ، ژړل راباندي مرغانو گلانو تويول په ورو سراسر د زړه غم پرما کوې عبدالعلي هردم گله پرڅه له خوبانو؟ رقم ظلم و ستم کش کئ پخوا لوح و قلم پرما

د ۱۳۱۴ ش کال په ژمي چي زه هند ته تلم د کوټي په بازار کښي مي دغه اخندزاده د طبابت پر دکان ناست ولید دغه وخت زه د کندهار د طلوع افغان مدیر وم ، او زما اخبار به علامه عبدالعلي ته استول کېدئ . ده چي زه وپېژندلم په ډېره مینه ئې پر تندي مچ کړم او ما د دده سره لومړۍ پلا وکتل او د زړه خواله مو سره وکړه . څلور کاله وروسته چي ما د طلوع افغان په پاڼو کښي د پښتو ادب ځیني ورکي او ناپېژندلي برخي سره څېړلې او رابرسېره کولې ، له کوټي څخه د علامه عبدالعلي يو پيغام راورسېد چي ده د پښتو يو قدیمه تذکره موندلې ده ، او که د هغې د چاپولو امکان د کندهار په مطبعه کښي وي نو به ئې دی راواستوي . دا پيغام ماته چي د قدیم پښتو ادب يوې پاڼي پا يوه بیت ته هم تړي وم ، د زوی زېږی ؤ ، او ما ورته وویل چي زه پخپله کوټي ته درځم او هغه گورم . آښه ǃ د خدای کارونه وو ، چي زه ژر وره نغلم ، او په ۱۳۱۹ ش کال له کندهار کابل ته راغلم او دلته د پښتو ټولني مشر سوم ، او په رسمي کارو داسي اړ سوم چي د ۱۳۲۰ ش کال تر ژمي پوري د سر گرولو ته هم نه وم خلاص . څو چي د ۱۳۲۲ ش کال په پسرلي کشي زه کوټي ته ولاړم ، او له خپل زاړه آشنا او خواخوږي مشر عبدالعلي اخندزاده سره مي ولیدل ، او ده هغه معهود کتاب ماته راښکاره کئ . زما سترگي پر ولگېدې يوه ٬٬ پټه خزانه ٬٬ وه چي دمخه نه مانه چا هغه لیدلې وه ما ارواښاد اخندزاده ته وويل چي دا خو په رښتيا هم پټه خزانه ده که ئې ماته راکې ، زه به ئې چاپ کم او جهان ته به ښکاره سي . پراخندزاده دي خدای ورخميږي زما په خبره بیخي خوښ سو تندی ئې ورین سو شونډان ئې موسکي سول وې ويل ː ٫٫ ما خو تاته ساتلې وه ، وائې خله ، او چاپ ئې که ǃ خو گران کتاب دی حواشي او توضيحات غواړي ، باید داسي چاپ سي چي هر څوک په وپوهېدلاې سي .٬٬ تر دې وروسته دا ٫٫ پټه خزانه٬٬ رابرسېره سوه ، او ما څو واره چاپ کړه ، چي د پښتو ادب تاریخ ئې تر زرو کالو د مخي زمانې ورساوه ، او هغه خطي نسخه او د کابل د خطي نسخو په کتابخانه کښي خوندي ده . مگر اخندزاده د خپلو خاصو مصالحو لپاره زما څخه دا خواهش هم وکئ چي په چاپ کي به ئې زما نوم نه اخلې نو ځکه تر هغو چي هغه مرحوم ژوندی ؤ ، ما دده نوم نه اخيستئ ، او دا راز دده يو امانت ؤ . کله چي دده تر وفات وروسته زما څخه چا پوښتنه کړې ده نو ما دغه حقیقت نه دی پټ کړی ، او د ارواښاد عبدالعلي اخندزاده په ياد اوس هم دا څو کرښي کاږم ، او دا منم چي که مرحوم دغه کتاب په کوټه او پښين کښي نه وای پيدا کړی ، نو به اوس د پښتو ژبي او ادب د دغی تاریخي خزانې څخه لاس توری وای . زه نه پوهېږم چي د مرحوم علامه د خپل نوم د نه ښکاره کولو علت څه ؤ ؟ مگر چي دی ژوندی ؤ ، زه دده د غوښت په پوراينه اخلاقآ مکلف وم . اوس چي دی تر دنيا تېر دی زه دده حق منم او اروا ئې ښاد غواړم .