پټه خزانه د هوتکي پاچا عليحضرت شاه حسين هوتک د پېر نامتو ليکوال محمد هوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې په (۱۱۴۱- ۱۱۴۲ هجری ق.) کلونو کې ليکل شوې او د پنځوسو پښتنو شاعرانو او ليکوالو ژوند ليکونه يې د تاريخ د خاورو په زړه کې ساتلي دي . دغه اثر په کال ۱۳۲۲ لمريز کې پوهاند عبدالحی حبيبي وموند او له پاړسي ژباړې سره يې خپور کړ . د پټه خزانې له برکته د پښتو ادبياتو تاریخ ډیرې ورکې پاڼې خو نامتو څیرې رابرسیره شوې او دا زبات شوه چې پښتو ژبه لرغوني ادبيات لري خو د وخت ناخوالو ، پېښو او جگړو ورڅخه ډیر څه خوړلي دي . که څه هم د پټې خزانې تر خپریدو کلونه وروسته یو شېیر د پښتو ژبې سیاسي متعصبو او پردي پالو عناصرو پر دغه کتاب بې مانا او بې منطقه نیوکې هم وکړې او ځینو خو داسې هم هڅې وکړې چې څرگنده کړي ، چې دغه کتاب گواکې ( جعلي ) او عبدالحی حبیبي پخپله لیکلی دى . علامه حبیبي د (پټه خزانه) پر رابرسېره کولو سره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د یوې داسې څېرې په توگه وپیژندل شو ، چې د پښتو ژبې لرغونى تاریخ یې راژوندی کړ او ټولو افغانانو د علامه عبدالحى حبيبي دغه هڅه ډېره وستایله . د پټې خزانې تر خپرېدو پورې داسې گومان کیده ، چې پښتو ادب له بایزید روښان ، خوشال بابا او رحمن بابا څخه راپیلیږي ، په داسې حال کې چې پټې خزانې ثابته کړه چې پښتو ادب ډېر پخوانی تاريخ لري . د شلمې پیړۍ له پیل څخه چې د پښتو ژبې او ادب د پرمختگ لپاره یو ملي غورځنگ راپیل شو او یو شمېر فاضلو استادانو ددغې ژبې د ادب د تاریخ تیاره گوټونه روڼول ، دې مسئلې د گاونډیو فرهنگونو یو شمیر متعصبو کړیو رخښه وروپاروله او خوند يې ورنه کړ . د هغوی په نظر پښتو د غرو د خلکو یوه زیږه او يوازې گړنۍ ژبه ده او که د همدې ژبې د نړېدلي فرڼگ څلى یې ودان شي ، نو پښتانه به مدني ژوند ته متوجه شي او بالاخره به یې ملي شعور لوړ شي چې په پای کې به سیاسي خپلواکي هم ترلاسه کړي . ددې پروسې د مخنیوي لپاره ایرانیانو او پاکستانيانو کې چې انگرېزي استعمار او اثتثمار له ټپه راوتليو غوښتل چې افغانستان هم په همدې لومه کې ونغاړي نو په یو شمیر دسیسو جوړولو يې پیل وکړ چې یوه لدغې څخه یې د پټې خزانې د جعلي والي ډنډوره وه . له بده مرغه یو شمیر پښتانه لیکوال هم یا مخامخ یا په ناببره ښکېل ډول د دغو ډنډورو ښکار شول . خو له دې هر څه سره سره (( پټه خزانه)) د ځينو متعصبو او ناروغو کړيو ، که بهرنۍ وي او که کورنۍ ، پرته له لرغونپوهانو او متونپوهانو له سیمه ییزې او نړېوالې علمي څېړنې تش په ټینگاري بابولالو نشي کېداى چې درغلجوړه وبلل شي .