ژ اکدريد وائي : ژبه د نښانو مانا ده ؛ او مانا ثابته او ټاکلې نه ده. ژبه دانسانانو ترمنځ درمزونو منظم او منل شوۍ شکل دۍ ، چي د ږغونو په توزين ، جوړيږي . دا ږغونه پيچيلي او متناسب دي . يا په بله مانا ژبني ږغونه د شتون انعکاس دۍ ، چي په قراردادي ډول منځ ته راځي . که د ژبي قراردادي توب ومنو ، بيله شکه به د ژبي ټولنيز توب را بر ملا شي . د ژبي د پيدايښت په اړه له ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي ، ليکني خپري سوي ، اندونه وړاندي شوي ،او بيلا بيلي طرحي او ايزمونه رايج شويدي . په دي لړ کي تر ټولو پخوانۍ بحث د ژبي د پيدايښت په اړه د هيرودوت په اثارو کي ليدل کيږي ، چي پنځه سوه مخزيږد کاله يې ژوند کاوه . نوموړي ليکلي چي : مصريانو خپل ځانونه او د هغوۍ پاچا پاتيک تر ټولو انسانانو خپل خيل او بيا ځانونه وړاندي گڼل ، خو وروسته تر يونيمگړي ازمايښت دې پايلي ته ورسيدل چي د ( ريگه قوم ) تر ټولو پخوانۍ دۍ .(( د پاتيک په ازمايښ کي د ماشومانو د بکس وينا معيار وه))

د تاريخي متونو په لړ کي د ژبي د پيدايښت او ازمايښت دا لومړنۍ او پخوانۍيادونه ده . تر هغه وروسته يوناني افلاتون ( ٤٢٧ _٣٤٧ مخزيږد) د کليمو پر منشا او جرړو تاکيد درلود ، او په ځانگړې توگه پردې مسئله چي د مادي شيانو او د ژبي د لغتونو ترمنځ اړيکي شته او که نه ، او که ژبه يوازي يو قراردادي ټولگه ده ؟ د دې پوښتني په اړه يې زيات ارزښتمن مطالب ليکلي او خپاره کړيدي . د لرغوني يونان اپيکوريان او رواقيان د طبيعي څيزونو يا پيښو او ږغونوترمنځ ورته والي يوه طبيعي او متناسبه رابطه بولي ، چي د ژبي په سيله را څرگنديږي . ژبه د ټولنپوهانو له نظره يو تعريف او د ژبپوهانو له نظره بل تعريف لري او همداډول د بشر پوهني له اصولوڅخه بيا ژبه بله مانا لري چي ښايې په نوروافادو کي هغه مانا ونه لري . د دې سره سره د ژبي يو نسبتا منل شوۍ تعريف دادۍ چي : ژبه د بشري ټولنو په منځ کي د قراردادي ږغونو سمبوليکه او سيستماتيکه ټولگه ده ؛ په دې ترتيب د ژبي په پورتني تعريف کي درې مهم ټکي را څرگنديږي ، لومړۍ داچي : ژبه د بشري ټولنو په منځ کي … ،دويم د قراردادي ږغونو سمبول …،او دريم دا چي سيستماتيکه ټولگه ده ؛ چي د دې هر ي افادې سپيناوي ته اړتيا شته .

داخبره بيخي څرگنده ده چي ژبه د انساني ټولنو په منځ کي شته ، ښايې داسي نور حيوانات او ژوي به وي چي د غريزې پر بنسټ موزون ږغونه وکاروي ، خو د پوره افادې شتون په هغو غريزوي ږغونو کي نه ليدل کيږي . دا بوازي انساني ټولني دي چي خپل په منځ کي د خپلي ژبي د جوړښت سره سم مفاهيم او افادې منځ ته راوړي او بيا يې د تعميم او کارولو چاپيريال برابروي . دويم ارزښتمن ټکۍ د ژبي قراردادي بريښ او سمبول دۍ چي د انسانانو تر منځ منل کيږي او بيا يې د کارولو پر وخت ستونزي نه لري .او دريمه ځانگړتيا يې پرله پسې والۍ دۍ ؛ داټکۍ د وينا له مخي ساده بريښي خو دهغه توضيح په اسانۍ سره نه شي ترلاسه کيدای ، د دې لپاره بايد مثالونو ته راوگرځو ، په دي ترتيب چي : هره ژبه ځان ته ځانگړۍ جوړښت لري خو انتظام او سيستم په هره ژبه کي شته د بيلگي په توگه که چيري يو تن خبره داسي پيل کړي چي (( محمود… د…،)) په تشو ځايونو کي داسي مناسب لغاتونه او جملې ځای کړو چي ټاکلې افاده ځني واخستل شي . لکه(( محمود نن د احمد کور ته ولاړ))دلته فعل ، فاعل او مفعول ټوله په ترتيب سره وکارول شوه چي دا د ژبي سيستماتيک والۍ دۍ ، چي دا سيستم په ټولوژبو کي بيله شکه شته . ښايې چي ځني طوطيان هم داډول جملې وکاروی ، او وويلای شي چي محمود نن د احمد کورته ولاړ، خو داسي نه شي کولای چي د اوښتۍواقعيت انعکاس دي وکړي او هغه دا چي طوطي نه شي کولای د محمود پرځاي کلبي او د نن پرځاي د سبا او يا پرون زمانه د اړتيا په صورت کي وکاروي. په دې ترتيب د انسانانو ژبه سيستماتيکه ده ؛ اوس چي په ټوليزه توگه د ژبي په پيدايښت او ږغونو څه ناڅه وږغيدو ، د خپل بحث د بشپړتيا لپاره لومړۍ د افغاستان لرغوني ژبي او بيا يې ليکدودونه را څيړو او سپړو ، ترهغه چي د خپل هيواد په لرغونو ژبو او لرغونو ليکدودونو څه نا څه پوه شو .

د ژبي د هغه منل شوي تعريف پر بنسټ چي پخوا مو ورته پام وکړ ، يو ځل بيا د افغانستان لرغونو ټولنو او اولسونو ته ور گرځو . دا چي ژبه د انساني ټولنو سره منځ ته راغلې ، وده يې کړي او د همدې ټولنو سره يې برخليک تړلۍ پاته شوۍ ، ځکه اړينه ده چي يو ځل بيا لرغوني تاريخ ته وروگرځو. لا تر اوسه څيړونگو نه ده څرگنده کړې چي د لرغونو افغانانو ژبه کومه او په څه نوم ياديدل ؟يوازي د لومړيو مدنيتونو پر مهال د دې سيمي د لرغونو اوسيدونکو د ژبي او ليکدودپه اړه څه ناڅه معلومات شته او د پوهيدو لپاره يې څرک په سترگو کيږي . د هغو لاسوندونو پر بنسټ چي د باغزکوي او هند پر منابعو متکي دي ، دا څرگنده وي چي د اريائيانو پخوانۍ ژبه اريک سيمه يې اريانا ويجه او ويونکي يې اريائيان وه. ژبپوهانو دا ژبه د اوسنيو معمول او ژونديو ژبو لکه : پخوانۍ سانسگريت ، اوستا ، پښتو ، فارسي ، پهلوي او يو شمير نورو ژبو سر چينه او لومړۍ منبع گڼي چي لږ تر لږه د ٢٠٠٠ زره مخزيزيږد کاله څخه تر٨٠٠ مخزيږد کاله پوري کارول شويده. يو شمير ژبپوهان په اسيا او اروپا کي اوسنۍ معمولي ژبي په پخوانۍ او لرغونو زمانو کي د يوې ريښې څخه راولاړي گڼي خو دا ژبي په ټوليزه توگه پر دوو برخو ويشي چي د سيتم او سينتم په نومونو يې مسما کړيدي . په دې نومولو کي د ژبپوهانو لپاره د(( سل ))کليمه معياري شويده . په دې ترتيب هندواروپائي ژبي په دوو برخو سيتم او سينتم ويشي چي هره برخه يې ځان ته نوري ژبي لري په دې ډول :

تر اوسه لا پوره څرگنده نه ده چي د افغانستان د لومړيو مدنيتونو پر مهال د هغو وگړو او اولسونو ژبي څه شي او څرنگه وې ؟خو يو شمير پوهان په دې باور دي چي د اريائيانو پخوانۍ ژبه اريک وه چي بيا وروسته بدله شوه او د اوښتون او را اوښتون په لړۍ کي يې نوري ژبي وزيږولې چي په دې لړ کي تر ټولو پخوانۍ ژبي سانسگريت ، پراکريت اوستايې پخوانۍ پښتواو پاړسي او يو شمير نوري ژبي وې چي وده يې وکړل او د ليکونو تر بريده ورسيدې . ويدي سرودونه او يو شمير اوستايې متون په سانسگريت ژبه ليکل شويدي . او په يو شمير کتيبو او ډبر ليکونو کي د پښتو او پخوانۍ پاړسي ژبي څرک هم ليدل کيږي.

د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د لرغونوپوهانو په وسيله يو شمير لرغوني کتيبې او ډبر ليکونه پيداشوي او لوستل شوي دي . چي شمير يې تر لسگونو کتيبو او ډبر ليکونو زياتيږي . لرغونپوهانو او ژبپوهانو د دې کتيبو او ډبر ليکونو د ښه پيژندلو او په هغو د ښه پوهيدلو په نيت لاندي ويش معمول کړيدۍ ، په دې ترتيب چي :

د پخوانيو ليکونو سرليک د هغه مدني پير لپاره کارول کيږي چي په ويدي او اوستايې نومونو يادشويدي . د هغو ويدي سرودونو څخه چي لا تر اوسه د زماني په لمن کي خوندي پاته شوي ، داسي څرگنديږي چي د لومړي ځل لپاره د هندوکش په سهيلي برخو کي د ميشتو اريائيانو له خواويل شويدي . خو د ژبپوهانو له انده د هغو ويدي سرودونو پر بنسټ چي په سهيلي برخو کي ويل شوي داڅرگنديږي چي دا ترانې او نعتونه د ادبي بهير په هغه پړاو کي دي چي د ترکيب او تدوين بيلا بيل پړاونه يې تر شا پاته شويدي . دا شمير ژبپوهان په دې باور دي چي موږ ته راپاته يا تر اوسه رارسيدلي سرودونه هغه ټول سرودونه نه دي چي د هندوکش په شمال او سهيل کي اريا ئيانو ويلي او تدوين کړيدي . د سرودونو د تاريخ په اړه ويل کيږي چي د ٢٠٠٠ دوه زره مخزيږد کاله څخه تر١٢٠٠ يو زراو دوه سوه مخزيږد کاله پوري زمانه په بر کي نيسي . دا سرودونه تر ويلو څوپيړۍ وروسته په سانسگريتي ليکدود ليکل شويدي . په داسي حال کي چي لرغونواريائيانو ژبه او ليکدود لا تر اوسه پوره جوت نه دۍ .

د لرغونو ليکونو دوهم ډول په اوستايې پير پوري اړه لري . اوستا چي يو مذهبي کتاب دۍ له ١٢٠٠ مخزيږد کاله څخه تر ٨٠٠ اته سوه مخزيږد کاله پوري يې د بشپړي واکمني پير ټاکل شويدۍ . خو اوستا ژبه هم ده ، هغه ژبه چي د پښتو سره خور گڼل سويده .اوستا ، سانسگريت او پښتو خويندي ژبي گڼل کيږي . او ستا د افغانستان په شمالي برخو کي د ميشتو اولسونو ژبه گڼل شويده ، پښتو د هندوکش په سهيلي برخو د ميشتواولسونو ژبه او سانسگريت د هند په اوارو ميدانونو کي ويل کيده .د دې دريو ژبو تر منځ ورته او يو شان الفاظ او لغتونه د ژبپوهانو په څيړنو کي را برملا شويدي . د اوستايې ژبي په اړه ويل کيږي چي دوې برخي لري لومړۍ د باختري اوستا په نوم او دويمه د نوي اوستا په نوم ياده شوي ده .