انسانان د زمانې په لمن کې پيښې زيږوي او مورخين د هغو پيښو په پرله پسې ډولو تاريخ ليکنه کوي . تر ټولو ښه تاريخ ، هغو مورخينو ليکلی چې پيښې يې په هغه ډول چې واقع شويدي ، د زمانې په قيد کې راټولې کړي او د پوهيدو وړ يې گرځولي دي . تاريخ ليکنه د هر هيواد په ملت جوړونه کې ستر رول لري ، هغومره چې د ټولنې سياست پوهان ، واکمنان ، ټولواکان د ټولنې په شتون ، وده او پراختيا او يا هم بدحالۍ کې ونډه لري د مورخينو ونډه هم په هماغه پيمانه ده . تاريخ د ټولنې له پاره هغه هنداره ده چې هر لوستونکی کولای شي چې د هغې ټولنې څيره ، قد او توان پکې و ويني . او په بيلا بيلو زمانو کې دهغې ټولنې حالات ،د خوښۍ زمانې او د بدۍ وختونه ، د وياړ شيبې او د ناورين څپې او د ټولنې په ژوند او شتون پورې اړوند نور ې ټولې برخې او خواوې ليدلای او لوستلای شي. خو هغه څه چې د دې هندارې شفافيت او پاکي څرگندوي ، هغه د مورخ هغه قلم او کښل شوې ليکه ده چې د پيښو وډل شوی ټوک يې په ټولنه کې ميشتو وگړو ته وړاندې کيږي . که د مورخ له قلمه د پيښو رښتينې څيره راوتلې وي ، په هغه صورت کې لوستونکی هغه ټولنه په څرگنده او صفا توگه ويني ، او که خبره بل ډول ليکل شوې وي ، بيانو نه ټولنه پيژندل کيدای شي او نه لوستونکی د ټولنې په رښتيني څيره پوهيدای شي . دا ار او اصل زموږ د هيواد په اړه هم د تطبيق وړ دی . له نيکه مرغه له پخوانيو زمانو راهيسې زموږ په هيواد کې د سترو او نامتو مورخينو په زيار ز موږ د ټولنې څيره ، قد او توان هغه شان چې وو په هغه ډول را پيژندل شوی دی . خو په شلمه پيړۍ او په ځانگړي توگه د هغې پيړۍ دوهمه نيمکۍ د هيواد يوشمير مورخينو زموږ د ټولنې څيره هغه شان چې وه راوپيژندل او د دې تر څنگ يې د ټولنيزې ودې د ارونو پر بنسټ ټولنه د يوموټي ملت په لورې د اوښتون ډگر ته ور برابره کړه . په دې برخه کې د هيواد درېو تنو نامتو مورخينو هر يوه علامه پوهاند عبدالحي حبيبي ، استاد احمد علي کهزاد او مرحوم مير غلام محمد غبار نومونه رايادولای شو هغه چې نه يوازې زموږ د ټولنې تاريخ يې را څرگند کړی بلکې د دې هيواد وگړي يې د يوموټي افغان ملت په لورې روښانه راتلونکې ته ورمخامخ کړيدي . د افغانستان په تاريخ پورې اړوند کتابونه، رسالې او ليکنې او د هغو ليکوالان هر يو په خپل وار د زيات ارزښت او درناوي وړ دي ، خو په ځانگړي توگه که څوک د افغانستان د لرغوني تاريخ سره مينه ولري او يا وغواړي چې د دې هيواد په لرغوني تاريخ ځان خبر کړي هرومرو بايد هغو ليکل شويو تاريخي اثارو ته پام وگرځوي چې د خدای بخښلي استاد کهزاد له خوا ليکل شوي دي . د افغانستان په تاريخ او په ځانگړي توگه د هيواد په پخواني تاريخ کې د استاد کهزاد څيړنې د هرډول باور او ډاوړدي، په همدې ډول دافغانستان د منځنيو دورو تاريخي پيښې دهيواد تر بل هر مورخ په زياته پيمانه دخدای بخښلي علامه پوهاندحبيبي په اثارو کې چې تر ټولو مطمئين او د علمي موازينو سره سمون لري ، څيړل شوي او بيان شوي دي . په همدې ترتيب د افغانستان په معاصرو او ورستيو درو روپوري اړوندې پيښې د هيواد د بل نامتو مورخ مرحوم مير غلام محمد غبار په ليکنو اوڅيړنو کې په پوره تفصيل لوستلای شو . نوموړو مورخينو نه يوازې داچې د هيواد تاريخ يې له پيله تر ورستيو پيړيو په پرله پسې توگه څيړلی او ليکلی ، بلکې په خپلو ليکنو کې يې د هيواد ملي وياړني او ملي پيژندني ( ملي هويت ) په نيت او هڅه، لکه د نړۍ د نورو هيوادو د مورخينو په څير د خپل هيواد د اوسني جغرافيايې کرښو په دننه کې د پيښو پرله پسې يون اوکړون را څيړلی او د ټولو علمي موازينو په مراعات او کارولو سره يې د افغانستان د تاريخ د تدوين او ليکنې لپاره زيارايستلی او کړاونه يې گاللي دي . مورخين د افغانستان تاريخ په بنسټيزه توگه په څلورو لويو برخو ويشي لومړۍ برخه د افغانستان لرغونۍ پير تاريخ دۍ چې له سلگونوزره کاله وړاندو زمانو څخه تر اومي زيږدي پيړۍ پوري رسيږي . دويمه برخه د افغانستان د منځني پير تاريخ دۍ چې د اومي زيږدي پيړۍ څخه تر اولسمي زيږدي پيړۍ پوري زمانې په بر کې نيسي دريمه برخه د افغانستان معاصر پير تاريخ دۍ چې د اولسمي پيړۍ څخه تر نولسمي پيړۍ پوري رسيږي څلورمه او ورستۍبرخه يې د افغانستان د نوي پير تاريخ په نوم نومولې چې له نولسمي پيړۍ څخه تر اوسنيو زمانو پوري ټولي پيښي په بر کې نيسي . په هر ترتيب هغه سي چې د ليکني سرليک دۍ ، په دې برخه کې د افغانستان د لرغوني تاريخ او لرغونو ژبو په اړه په لازم لنډون د ځينو سر ليکونو يادونه کوو : دافغانستان د لرغوني پير تاريخ د څيړونکو له خوا په دريو برخو ويشل کيږي، چي هره برخه يې ځانگړي او ټاکلي مميزات لري ؛

  • لومړۍ :د لرغونۍ پير) : له سل گونو زره کاله وړاندي زمانو څخه ترڅه ناڅه پنځه زره مخزيږدکاله ؛)
  1. دډبري پخوانۍ دوره : په غزني کي د ناوردښت ؛ په سمنگان کي د هزار سم سموڅي ؛ په بدخشان کي د کور دره او نور
  2. ډبري نوي دوره: دموراسي غونډۍ؛سيد کلا؛د اق کپرک سمڅي؛او نور
  3. دفلزاتودوره : منديگک ؛ سيستان؛دشلي ( ١_٢٠ )اونور.
  • دويم :لومړي مدنيتونه او اساطيري تاريخ ( له پنځه زره مخزيږد کاله څخه تر شپږ سوه مخزيږدکاله پوري )
  1. اريا يې پير : لرغوني افغانستان ته د لرغونو قومونو تگ او راتگ ؛
  2. دويدي مدنيت سرودونه : ريگويدا،ويجورو ويدا ؛ اتهرو ويدا او ساما ويدا ؛
  3. داوستايې مدنيت سرودونه : يسنا؛ويسپرد؛ونديداد؛وړوکۍ اوستا؛اونور

_ د پيشداديانو کورنۍ: يما يا جمشيداو د هغه مخالف ضحاک؛ فريدون او د هغه مخالف اهنگرکاوه _ داسپه کورنۍ: سپين تمان يا زردشت ؛ لهراسپ ؛ گشتاسپ او نور. _ دکيانيانو کورنۍ: کيکاوس ؛ کيخسرو ؛ کيقباد او نور

  • دريم : د پخوانيو ستر واکيو پير : دافغانستان د لرغوني پير تاريخ دريمه برخه په افغانستان کي د سترواکيوپه نوم ياده سويده ، په دي پير کي دنړيوالو امپراتوريو په منځ کي د لرغوني افغانستان دريځ او د افغانانو په لاس جوړي شوي سترواکۍ څيړل کيږي چي له شپږ سوه مخزيږد کال څخه تر اومي زيږدي پيړۍ پوري زمانې په برکي نيسي .
  1. افغانستان او دافغانستان په لويدځ کي د هخامنشيانو سترواکۍ ( ٦٠٠ _ ٥٠٠ مخزيږد )
  2. افغانستان اود يوناني سترواکۍهر اړخيزي اغيزي؛( ٣٣٠ _ ٣٠٠ مخزيږد)
  3. افغانستان او افغاني خپلواک يونان باختري سترواکۍ ؛ ( ٣٠٠ _ ٣٠ مخزيږد)
  4. افغانستان او د کوشانيانو ستر واکي ؛ ( ٣٠ مخزيږد _ ٣٩٠ زيږد )
  5. افغانستان او د يفتليانو سترواکي ( ٤٠٠ زيږد_ ٧٠٠ زيږد )
  6. د اسلام مبارک دين خپريدل او د افغانستان د لرغوني تاريخ پای ؛