عمر صديقي :

د افغانستان ولس په سترګو کې خاورې شيندل !
له اتو مياشتو راهيسي پښتانه ځوانان د افغانستان ‌مخابراتو ټيکنالوژۍ وزارت څخه په وار وار غوښتنه کړي ؛چې‌ له فېسبوک کمپنۍ څخه دې وغواړي ، خپل فېسبوک اپلېکېشن Facebook app سيسټم ته پښتو ژبه هم ور زياته کړي چې پښتانه هم د نړۍ نورو وګړو په څير فېسبوک اپلېکېشن کې له پښتو ژبې څخه کار واخلي.

ځکه : پښتو ژبه يوازې د پښتنو ژبه نده، بلکې د افغانستان نورو قومونو ژبه هم ده.
لکه نورستاني پشه يې
پلوچ
ايماق
ګوجر
پښتون ميشتو سيمو کې چې غير پښتانه ژوند کوي، د هغو ژبه هم ده، ګټ مټ پښتو ژبه د خپل پرمختګ لپاره له ژبې کار اخلي.
هغوئ هم په تمه دي، چې په دغه فېسبوک اپلېکېشن په پښتو ژبه هم وکاروي.

خو د افغانستان مخابراتو ټيکنالوژۍ وزارت کې ۸۰ سلنه داسې کسان ناست دي، چې هېڅ ډول د افغانستان مخابراتو ټيکنالوژۍ وزیر سره په يوه خوله ندي او همغږي نه لري.
د فېسبوک پښتو کولو لپاره مو په لس هاو ځلي کمپاين وکړ خو د افغانستان مخابراتو ټيکنالوژۍ وزیر همداسې ‌چوپه خوله پاتې :
ان چې ولس ته دروغ وايي ؛
د دروغو بېلګه:
کله چې پخوانی وزیر ښاغلی شهزاد ګل اریوبي امريکا ته ‌په سفر تللی وه ،پر خپل شخصي فېسبوک او د افغانستان مخابراتو ټيکنالوژۍ وزارت په رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي ول: چې مخابراتو وزیر د فېسبوک کمپنۍ اړوند چارواکو سره د فېسبوک ‌ پښتو کولو لپاره خبرې اترې کړي دي.

#بیا بل ځل
د خپل ټويټر پېغام کې زموږ يو ‌ملګری نورايل کليوال ته ليکلي ،چې د فېسبوک کمپنۍ کسان زموږ پېغامونو ته ځواب نه وايي.
او اړ يم چې خپله ‌ورته کېنم او‌ دغه کار وکړم.

ښه وزیر صیب ته چې کله وايي مجبور يم چې خپله دغه کار وکړم.
نو ولې دغه کار په خپله ‌نه کوي ؟
بیا نو له فېسبوک کمپنۍ څخه ولې غوښتنه کوي.
دا خو وزارت ‌دی څه د ټېلفون خرصوولو دوګان خو ندی چې يو کار شونتيا نه وي
تاسو خپله هر کار کولی شئ.
داسې اندي چې خلک په هېڅ نه پوهېږي!!
د افغانستان مخابراتو ټيکنالوژۍ وزیر پښتنو ته باید ځواب وايي.
عمر صديقي Umr SediQi