دا مو بشپړه د مبارزې بريالتوب ⁦✌️⁩
فېسبوک پښتو کولو لپاره 🌺

د Technation شرکت سره د فسبوک اپلیکیشن د لوکلايزیشن هوکړه لیک لاسلیک شوچهارشنبه د ۱۳۹۷ کال د اسد مياشتې په لسمه نېټه د معلوماتي ټکنالوجۍ عمومي رياست سرپرست محترم محمد زاهد ستانکزي او د Technation شرکت د رئیس محترم عمر منصور انصاري تر منځ د فسبوک اپلیکیشن د لوکلايزیشن هوکړه لیک په داسې حال کې لاسلیک شو چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام رئیس محترم احسان الله احمدزی هم موجود وو.
ددغه هوکړه لیک موخه دا وه چې څنګه کولی شو په ګډه په افغانستان کې په Facebook Application کې د ملي ژبو د پراختيا او کارونې په اړه په ګډه کار وکړو او پراختيا ورته ورکول شي.
ددغه هوکړه ليک له مخې د Technation شرکت د افغانستان او فسبوک تر منځ د فوکل پواينټ يا ارتباطي پل په توګه د فسبوک اپلیکیشن د لوکلايزیشن او د ژبو د تغیر مسؤوليت په غاړه لري.
د يادولو وړ ده چې دغه شرکت د سافټويريونو د انکشاف، تحقیق، پراختيا، مشاورې او د معلوماتي ټکنالوجۍ د پاليسيو د پراختيا په برخه کې کافي تجربه لري.