ليکنه اختر پکتین

پښتون ولسه!
غواړې چې د هېواد یو قاطع اکثریت په پوره مانا ازادې ولري نو راځۍ چې خپلې خوږې پښتو زبې ته هم ازادې واخلو. زبه مو محکومه ده.
زبه مو له یوې څخه بلې ورځې ته په ورکیدو ده راځی چې پښتو زبې ته هم په دولتي ادارو کې ازادي واخلو.
خفه کیږئ مه زبه مو د نور زبو غلامه ده دا مونږ غلامه کړیده زبه مو کومه نیمګړتیا نه لري. نیمګړتیا په مونږ کې ده
زبه په لیکلو، لوستلو او ویلو زوندۍ ساتل کیږې ولې مونږ.مړه یو چې زبه مو مړه کړیده.
یو حقیقت باید ووایو هغه دا چې پخوانیو مشرانو ته احترام لرو، ولې خپلې زبې ته یې د پام وړ چوپړ نه دی کړی، ځینو خو یې لا بیخي خپله مورنۍ زبه نه وه ذده.
اوس هم د اکثریت ولس ژبه په ادارو کې پردۍ ده، مونږ له بل چا ګیله نه کوو له خپلو پښتنو یې کوو، چې په خپله ژبه ویلو، لیکلو شرمیږې. الله ج دې دوی همداسې شرمیدلي لري.
اوس هم لا وخت دی چې زبه مو زوندۍ کړئ.
کنه راتلونکي نسلونه به مو ونه بښي. راتلونکی نسل مو په هېواد کې د بلې زبې له غلامۍ ازاد کړئ.
تعصب نه کوم حق مو ده خپلې مورنۍ زبې ته ټولو دولتي ادارو کې عدالت غواړو .
مړه دې شي د مړ وجدان لرونکي او تش په نوم هغه پښتانه چې دولتي ادارو کې کار کوی او د پښتو زبې سره تعصب کوی.
د تعصب کونکو په اسلامیت هم لا شک دی.