ليکنه: عمر صدیقي.

سلام او درناوی !
د سلام په وړاندې کولو سره عرض او ادب هم ليکم.

د فراه ولايت ميشتو قدرمنو پښتنو مشرانو ،کشرانو ،خويندو ، ميندو ستاسو د مړانې لپاره بیا هم اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته,
د فراه ولايت ميشتو قدرمنو تکړه قلم په لاس تکړه ډاکترانو ښوونکو سپینږیرو زده کوونکو ټول وېښ او بيداره ولسه.
څرنګه چې ښکاره ده ،د فراه ولايت ميشتو پښتنو له کلنو راهيسي چې شمېر يې په لکونوکسانو ته رسېږي ، د فراه ولايت اصلي اوسيدونکي دي، خو په بېلګه د دغې سيمې اوسېدونکي په خپل ولايت کې چې شمېر يې هم له نورو قومونو ډېر دی ، (په اوږدمهاله توګه) د نورو قومونو په ليست کې شمیرل شوي ؛تريخ واقعيتونه او ستر ظلم ، د خپل (هويت) لپاره مخکې له دې هېڅ داسې کس راپیدا نشو چې د تاريخ دغه سره کرښه لمنځه يوسي دا چې تاسو په ډېره مړانې سره ټول شوی یاست او مبارزه مو پيل کړل په ياد ولرئ چې دا مړ تاريخ ژوندي کولو يو برخه ‌ده
زه خپله د تخار ولايت اوسيدونکی يم هرکله چې مې د فراه ولايت اړونده مالوماتو پوښتنه کوله تل ماته داسې مالومات په لاس راتلل ، چې په هغه به پښتانه هېڅکله هم نه شمیرل کیدل ، دا لوی ولايت پرته له پښتو شمیرل کیده، چې د يو لوی ولس لپاره بد خبر دی.

په کال ۲۰۱۷ کې د مبارزې په لړ کې( له داسې کسانو سره ملګری شوم ،چې هغه هم د فراه ولايت اړونده اوسيدونکي ښکارېده ) محمد نواض شېواني ( عبدالفغار نادري ( ډاکتر اصيل) له دغو کسانو سره ملګری شوم له دوی مې لږ اړونده د فراه ولايت ميشتو پښتنو په اړه پوښتنې وکړي ، روسته په پوی شوم چې ددغې سيمې اوسېدونکي ، اکثریت پښتانه دي ،
خو باور کوئ ډېر حقايق ستاسو له لمخې نشم لیکلی . تریخ حقیقت دادی چې په دې کار ډېر ودرديدلم خو خبره مې نشو کولای ،ځکه ما نه غوښتل چې مبارز ملګري را څخه خپه شي،
افسوس مې دا وکړ چې د فراه ولايت ميشتو پښتنو مشرانو ولې دومره ظلم خپل ولس سره کړی .
ټول ولس څخه يې ژبه کلتور ترې اخيستي.
دا په انساني ډګر ترټولو ستر. ظلم دی.

تېره ورځ مې د فراه ولايت ميشتو پښتنو مبارزينو خبر د فېسبوک پرمخ ولیده ،ډېر خوښ شوم، د پښتو ژبې او په مورنۍ ژبه ز ده زده کړي لپاره تاسو په ډېره مېړانه توګه مبارزه پيل کړي، موږ هم ستاسو کار ستايو او په هر ډګر کې له تاسو سره ولاړ یو ، ستاسو دغه ریښتیني مبارزه د ولس اصلي غږ دی .
مبارزه مو ستا يم له تاسو غواړم کلک شئ د پښتو ژبې حق وغواړئ ترڅو ستاسو حق او حقوق ښکاره شي او ولس په مورنۍ ژبه زده کړه وکړي.
ترڅو هغه مستعماري تاریخ کره لمنځه لاړه شي.
دا به د ولس لپاره ترټولو غوره کار وشي.
ستاسو د لا برياليتوب په هیله يم‌
په درنښت ، ستاسو ورور عمر صديقي تخار ولايت.