ليکنه: نورمحمد نوري

د انسان د ژوند په کرښه ډېری خوالې او ناخوالې شته او زېږېږي چې د ژوند د لمړی ورځې نه پيلیږي او د ژوند تر پايه ورسره لاس او ګریوان يو.
خو د هغومره ناخوالو سربېره بياهم ډېر شيان دي چې هېڅ کله به یې هم درک نشو کړای يا که يې درک کړو ښایي هغه مهال يې درک کړای شو چې د يوې سختې سره مخ شو.

انسان حېر کري وي چې اشرف مخلوقات دی ،بيا ځينې پوهېږي او دومره مغروره شي چې حېر یې شي چې بيا هم مخلوق دی ‌.

که انسان وکولای شي هغه خپل موقف ټول اړخيزه ډول باندې درک کړي نو پوه به شي چې څومره ستر مخلوق دی ( سبحان الله )
انسان هروخت د معرفت تر څنګ بشپړ کيدای شي،دانسان او حيوان تر مينځ توپير همدغه معرفت دی.
اوس به راشو د نن د ټولنې انسان ته چې څومره د دغه معرفت نه برخمن دي،ايا دا ټول يوقسم دي او که توپير لري؟
ايا معرفت د قرآن کريم نه او د قرآن کريم د ازدکړې به غیر يو انسان درلودلی شي؟
يو انسان بل انسان هېڅکله هم پېژندلی نه شي مګر په سخته ورځ کې آیا که يو انسان يواځې په سختې ورځ کې يو او بل درک کړی شي دا معرفت د وجې دي، او که دا يو دود(رواج)د وجې دا درک وجود ته راځي؟
انسان چې کله خپل هڅوب کې د کومې ستونزې سره مخ شي نو د بل مرستې ته اړ شي،نو ايا دا هم معرفت بللی شو؟
صبر !
صبر هم د معرفت یو ښاخ دی که انسان د صبر او زغم خاوند وي نو هغه کې نسبي معرفت هغه که ايرادي يا غير ايرادي وي هغه معرفت وي.
که د خپل هڅوب يا خپل د کورنۍ غړو باندې وپوهېږي نو په سخته ورځ کې به پرې پوه شې ستا په نشتوالي کې به هر يو غړی د کورنۍ يو شي ته اندي (فکر به کوي)نو ما خو په داسې حال کې ډېر څه وليدل ان نږدې ترينه کس مې هم وپېژانده خو يو مور وه چې د یو فطري معرفت او صبر او زغم خاونده ده.

نو معرفت په قران عظيم الشان کې پيدا کولی شئ.

خو دلته يې امکانات برابر نه وو چې بېلګې یې راوړم.

خو که غواړئ چې اسانه ورته لار پيدا کړی د بصيرت اسلام کتاب ولولئ.

په درنښت نورمحمد نوري احمدزی