د پښتنې مور څخه نوي زېږېدلي ماشوم ته ولي د احصايې د ثبت په پاڼه کي د پښتو پر ځای فارسي ليکل کېږي؟

د کابل په (رابعه بلخي روغتون) کي نوو زېږېدلو پښتنو ماشومانو ته هم د مورنۍ ژبي په ځای کي (فارسي) ژبه ور ليکل کېږي.

په دې اړه يوه ورور موږ ته داسي پيغام رالېږلی!

وروره دا زموږ درېیم ماشوم دئ چي په رابعه بلخي روغتون کي دنیا ته راځي زموږ مورنۍ ژبه پښتو ده خو د ماشوم د ثبت په کارت کي درې واړو ماشومانو ته مورنۍ ژبه فارسی لیکل کېږي او قصداً دا کار کېږي، کله چي يې ورته ووايو ولي پښتو نه ليکئ نو راته وايي (تعصب نه کنيد)
زما په اند دوی دا کار ځکه کوي چي خپل ژبنيز نفوس تر موږ ډېر کړي.

پورتني پيغام کي تاسو وينئ چي څومره لوی ظلم د پښتو ژبي سره روان دئ او د پښتو پر ځای دري ليکل لا غيري عادلانه خبره ده فارسي خو پرېږده.
دا چي پښتون ماشوم ته فارسي ليکي مالومه خبره ده چي دري ژبو ته به هم د دري پر ځای فارسي ليکل کېږي چي دا کار د افغانستان د اساسي قانون د ۱۶مي مادې سره په ټکر کي دئ.
د کابل د احصايې مرکزي رياست او عامي روغتيا وزارت څخه غواړو چي د دې کار مخينوی بايد په ټوله هېواد کي وسي، کنې پښتانه به يې پر ضد پراخو لاريونونو ته راووځي.

ځوان کهول د ژبنيز عدالت لپاره