————————–——————-
ارواښاده آغلې الف جانه خټک د پښتو يوه انقلابى شاعره وه چې د خپل وخت دخدائى خدمتګار و دغورځنګ ( تحريک) غړې وه . د پلار نوم ئې غنى شاه خټک و. نوموړي د ١٩٢٧زیږدیز / میلادي کال کې په احمدى بانډه کې زيږېدلیوده. رسمى تعليم ئې تر اتمه پورې کړی و. ولې وروسته ئې په پښتو ژبه انرز هم کړی و او دخپل کلى په يوه ښوونځي ( سکول )کې ئې د درس او تدريس دنده ترسره کوله. د الف جانې خټک شاعرى چې سړی لولى نو دا لکه د سيده بشرى بېګم غوندې قام پرسته شاعره وه. په پښتو او پښتونولۍ مئينه وه. ویل کیږي چې د دې شعرونه به د دې سخر(خسر) اصلاح کول. د آغلې الف جا نې خټک شعر اوشاعرى به د پښتو مشهورې مجلې “پښتون” کې خپریدل . دا هغه وخت ؤ چې د دې مياشتنۍ مجلې دچلولو چارې د ستر ملى مبارز باچا خان په غاړه وې.
په پښتو ادب کې د ارواښادې الف جانې خټک ونډه ډیرهوه ده . الف جانه خټکه يوه روڼ اندې ( روشن فکره) شاعره ده او په پښتو او پښتونولۍ باندې مئينه وده. نوموړې تیرکال ددې فاني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې .الله دې وبخښي ! راځئ چې اوس ئې د کلام یوه بېلګه ولولو:
پښتونه !
پښتونه پورته شه قامونو کې خپل قام پورته کا
بيا په دنيا کې د پرېوتى پښتون نام پورته کا
ګوره قامونه ټول په بام د ترقۍ وختل
تۀ څۀ ته ګورې؟ ترقۍ په لورى ګام پورته کا
بيا په دنيا کې د قامونو انجمن جوړېږى
دې انجمن کې د ګمنامې پښتو نام پورته کا
بې له نظامه ترقى د قام ممکنه نۀ ده
قام منظم کا او معيار بيا د خپل قام پورته کا
پرېوتى قام له ترقى بويه د برق په رفتار
د هر سحر په مقابل کې خپل ماښام پورته کا
د يو څو کسه ترقى تۀ ترقى مۀ ګڼه
که ترقى غواړې د قام نو خاص و عام پورته کا
فخر افغان نه مې پېغام د ترقۍ راوړی
په دواړو لاسو دا پېغام په احترام پورته کا
د جهالت الزام په تا باندې په ځاى لګېږى
د خپل تعليم انتظام وکړه دا الزام پورته کا
د خپلې ژبې ترقى چې درنه هېره نۀ شى
د انګرېزۍ په شان معيار د خپل کلام پورته کا
نر که دماغ دی ستا د قام، ښځه ئې زړۀ وګڼه
که ترقى دې وى مقصد د دوى مقام پورته کا
تۀ د خالد بابا اولاد ئې شجاعت وښايه
د مظلومانو په امداد کې خپل صمصام پورته کا
په بنيادمو چې احسان دين د اسلام کړی دی
په ښۀ عمل سره تۀ هم دين د اسلام پورته کا
د الف جان نصيحت واوره بيا عمل پرې وکړه
پښتونه پورته شه قامونو کې خپل قام پورته کا