عمر صدیقي

 

د افغانستان اسلامي جمهوريت د مخابراتو وزارت !
MCIT Afghanistan
ښاغلی وزير صیب سلام او درناوی تاسو ته.

پوره 45 پنځه څلوېښت ورځې وړاندې په انټرنېټي نړۍ کې په زرګونو فعاله او په پښتو ژبې مينو پښتنو ځوانانو کمپاينونه وکړل او اوس هم دغه لړۍ ادامه لري،

#غوښتنه
#بایدپښتوژبېتهځانګړېپاملرنهوشي.

دوی وایي !!

د فېسبوک او داسې نورو نړيوالو شبکو څخه د فېسبوک ژبې نشتون له امله پښتانه ځوانان سر ټکوي
که د هېواد وګړي په انټرنېټي نړۍ کې خپلې ژبې څخه کار اخلي خو پښتانۀ لۀ دغې کار بې برخې دي.

په انټرنېټي شبکو کې د پښتنو ځوانانو ویښتابه سره اوس دغو ځوانانو د ميلونو پښتنو د زړه خبره په لوی کمپاين بدله کړه !
هغه دا ده : په فېسبوک، انسټګرام، مايکروسافټ، یاهو، ټويټر، واټساپ، ټليګرام، وايبر، سناپچټ، ويچاټ، ايمو، ټانګو او سکایپ.
دغه نړيوالو کاريالونو / اپلېکیشنونو کپمنۍ څخه باید وغوښتل شي !
چې #پښتو ژبه هم نورو نړيوالو ژبو په څير دغو اپلېکیشنونو ته ور زياته کړي.

ځکه : اوسمهال د نړۍ هر هېواد لپاره په دغو کاريالونو کې د هغو هېوادونو ژبې شتون لري.
يوازې پښتو ژبه پکې نشته.

دا خبره د ميلونونو پښتنو غوښتنه ده پښتانه
د پښتو ژبې نشتون لۀ امله لۀ ستونزو سره مخ دي.
له تاسو غواړم چې ډېر ژر د دغې ستونزې حل لپاره دغو کمپنيو مشرانو سره خبرې وکړئ چې دغه ستونزه حل کړي
مننه.

ښاغلی زګر برګ Marck Zucker Berg د فېسبوک مشره موږ پښتو په فېسبوک کاریال کې غواړو!
#we_want_Pashto_language_in_Facebook_and_Twitter_apps