لیکنه: عمرصدیقی

جناب محترم جلالتماب قاضی القضات صیب.
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ،
ډېره مننه ستاسو له ښو هڅو څخه چې د افغانستان ولس لپاره يې ترسره کوئ.
ستاسو هڅې د ستايلو وړ دي رب مو تل خوشحاله لره او بریالی لره.

#خو

که څه هم ،تاسو په افغانستان لومړی درجه کس ياستئ چې د افغانستان اساسي قانون عملي کړئ .
ستاسو د قانون مرجع دومره لوړه چې حتا ولسمشر هم ستاسو فرمان لاندې کار کوي.

#مګر که رښتیا ته راشو تاسو په خپل لاس تعصب او د افغانستان اساسي قانون د ژبو برخه په خپله تاسو پښو لاندې کړي ده.

هېڅکله هم تاسو دا فکر ونکړ چې د افغانستان ۱۹ ولايتونو خلک په پښتو ژبه خبرې کوي او ښونځیو او پوهنتونه هم پښتو ژبه لولي.

اوس به موږ څنګه ووايو چې د افغانستان قاضی القضات یاست

په رښتيا هم اساسي قانون عملي کوئ..
#ايا د‌ افغانستان اساسي قانون عملي کول داسې وي ؟
قانون چلونه داسې لکه چې تاسو پيل کړی.
د افغانستان نيم ولس له مالوماتو ليرې پاتې.
تاسو يوازې يو قوم لپاره لیکنې کړي.
ولې پښتو ژبه د افغانستان رسمي ژبه نده.؟
#برابر_حقوق
هيله کوم چې تاسو د پښتو ژبې دغه ستونزې پوښتنه وکړئ او د غه کار لامل ولس سره شريک کړئ چې ولس پوئ شي دا ولې په پښتو ژبه لیکنې نشته.
#اخطار
که تاسو داسې عمل ته بیا هم ادامه ورکړه بیا همدا ولس دی او ستاسو ګرېوان ترڅو چې بیا تاسو خپله قانون ته وسپارو.

#لهقانوناوخپلووياندانوناخبري
دا خو ډېر د شرم او افسوس خبره ده چې تاسو په سپين سترګۍ سره وخت ضايع کړی او پښتو ژبه لیکنې مو ندي کړي.

له تاسو څخه غواړو چې پښتو ژبې ته احترام وکړئ .
او د ولس خبره ومنئ. تراوسه دې خلکو ته يوازې په يوه ژبه مالومات شریک کړي چې هغه هم د لطيف پډرام مفکوري چتر لاندې .
له تاسو غواړو ژر تر ژره د غې موضوع پام وکړئ او په پښتو ژبه هم ليکنې وکړئ.
په درنښت