لیکنه: سمیع الرحمن رحمانی
اوسني لیکوالان په خپلو لنډو کیسو کې داسې موضوعات راوړي، چې هغه نوي وي. او ډېر پام يې د وطن د آبادۍ لپاره دی دوی هر ډول موضوعاتو باندې لیکنه کوي.
په پښتو ادب کې له پخواه څخه د ادبیاتو تر څنګ د لیکوالانو ساحه پراخه شوې ده او نوي لیکوالان د لیکوالۍ ډګر ته راوتلي. که چېرې موږ اوس یوه کتاب پلورنځي ته لاړو شو راته ښکاره به شي چې څومره زیات پښتو ادب ته نوې څېرې دننه شوي دي.
د دوی ډېري موضوعات مینه، سوله، کورني تاوتریخوالی، جګره، تعلیم، په ټوله کې د ښه ژوند کول د اوسنیو لیکوالانو د لنډو کیسو موضوعات دي او د پخوانیو لیکولانو کیسې ځانګړې شوی وې شعار ورکول ته اوسني ځوان لیکولان په هر اړخ کې لیکنه کوي.
که چېرې موږ اوسني وخت ته نظر واچوو، دا به راته ښکاره شي، چې موږ په کورنۍ کې، په ټولنه کې، په هېواد کې څومره ظلم راون دی، دغه اود ښه ژوند کولو داوسنیو لیکوالانو د کیسو او ناولونو موضوعات ګرځیدلي دي.
اوسني لیکوالان چې په کوم ځای کې شپې او ورځې سبا کوي او یا په کوم ځای کې چې دنده لري، هر دردونکې کړنه چې ویني هغه یې اوس د خپلو لنډو کیسو موضوعا ګرځولي دي. دوی اوس ټولې نوې لیکنې کوي، یا پخواني موضوعاتو ته په نوې زاویه ګوري. او زیاتره ځوان لیکوالانو غواړي چې یوه نوې موضوع باندې کار وکړي او ورځنۍ پېښې یې د ځان له پاره موضوعات وګرځوي.
په افغانستان کې ناامني هم خپل سیوری په لیکوالانو غړولی دی زه په دې ښه پوهېږم، چې دوی له داسې موضوعاتو سره مخامخ کېږي چې دوی پرې لیکل وکړي هم به ټولنه کې اصلاحات راشي او هم به د دوی لیکوالي په نړيواله کچه به لومړی ځای خپل کړي.
موضوع یا سوژه چې د لیکوالۍ د پیل یو مهم اړخ دی، هغه کسان چې د لیکوالۍ سره مینه لري او غواړي چې د لیکوالي پيل کړي د موضوع پيدا کول ورته ستونزمن ښکاري او وايي چې په څه لیکل وکړم او ما په پخپله همدغه پلمه جوړوله چې په څه شي لیکل وکړم؛ خو چې کله د پوهنتون درېم ټولګي ته لارم د لیکوالي مضمون راته استاد تدریس کوه، زه همدې پوښتنې ته تم شوم چې استاد موږ په څه شي لیکل وکړو؟
استاد راته په ځواب کې ویل له کوره تر پوهنتون پورې راځې له څومره خلکو سره مخامخ کې کېږي او کوم شی چې ته وینې او درته ناسم ښکاري او کوم شی درته جالبه وي پرې لیکل وکړه، نو د لیکوالی پيل لپاره بې له شکه چې همدا یوه ښه لاره ده.
اوسني ليکوالان په دې کوښښ کوي چې نوي موضوعات راواخلي او د کومو لیکوالانو کیسې چې مې مطالعه کړې د دوی په کیسو کې داسې موضوعات راغلي چې د اصلی ژوند لاره یې خلکو ته وړاندې کړې ده او کومو پخوانیو لیکوالانو چې کیسې لیکلي د هغوی موضوعات محدود وو او په یو څو ځانګرو مضوعاتو یې لیکل کول.